جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهله ننګرهاره هرات ته؛ له ایرانه راغلو کډوالو لپاره د خوراکي توکو...

له ننګرهاره هرات ته؛ له ایرانه راغلو کډوالو لپاره د خوراکي توکو مرسته ولېږل شوه

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۵مه』ننګرهار کې له ایرانه په جبري ډول را ایستل شویو افغانانو ته د څلور مېلیونه افغانیو په ارزښت د لومړنیو خوراکي توکو جوپه هرات ته ولېږدول شوه.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه رییس، شاکرالله صاف وایي چې، د مرستو دا جوپه د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې له ادرسه د یوه سوداګر له لوري شوې ده.

نوموړی وایي، چې د دې مرستې موخه په سخت وخت کې د تازه را ایستل شویو کډوالو لاسنیوی دی.

سوداګر ډاډ ورکوي چې له ایرانه په جبري ډول تازه را ایستل شویو سره به خپلو مرستو ته لا دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې ایران حکومت له خپل هېواده سلګونه زره افغانان په جبري ډول راشړلي چې دا لړۍ ورځ تر بلې چټکه کیږي.

دا مرسته داسې مهال لېږل کېږي، چې تازه د طالبانو ریاست الوزرا د عمومي دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) له مشرې، روزا اوتونبایوا سره کتلي دي.

په دغه کتنه کې روزا اوتونبایوا ټينګار کړی چې د بودجې د کمښت سربېره به له تازه راستنېدونکو سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

هغې له ایرانه د راستنېدونکو د بهیر د چټکتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له ګاونډیو هېوادونو سره یې خبرې کړي او هیله منه ده چې پایله ورکړي.

حنفي له نړیوالو بنسټونو د راستنېدونکو کورنیو د لاسنیوي غوښتنه کړې او ډاډ یې ورکړی چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب