جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د مطیع الله تراب ناڅاپي او مرموز مرګ او د جنازې یرغمل...

د مطیع الله تراب ناڅاپي او مرموز مرګ او د جنازې یرغمل یې

انجینر عنایت الله بدر

یو تن چې د مطیع الله تراب په جنازه کې د ګډون لپاره کابل عیدګاه ته ورغلی و  د خپل نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل چې نن سهار د کابل عیدګاه جومات ته د ارواښآرد مطیع الله تراب جنازه په یوه امبولانس کې د تراب د اقاربو او دوستانو له خوا د جنازې د لمانځه په موخه راوړل شوه.

د کابل په عیدګاه کې ګڼ شمیر منورین. لیکوالان، شاعران او د ادب او مطیع الله تراب د شعرونو مینه وال راټول شوي وو چې د اروښاد تراب د جنازې لمانځه کې ګډون وکړي.

په داسې حال کې چې د جنازې امبولانس د عیدګاه جومات انګړ ته د ننوتو په حال کې و د خلیفه سراج الدین حقاني د دفتر ریس راورسید او امبولانس یې مسجد ته له ننوتلو راوګرځاوه. راغلیو خلکو ته یې وویل چې د افغانستان اسلامي امارت یو قانون لري او دا قانون په حنفي فقه ولاړ دی او په حنفي فقه کې د هغه په وینا د یوه میت لپاره دوه درې او څلورو جنازو اجازه نشته نو د تراب اقارب کولی شي چې یوه جنازه انتخاب کړي. هغه دا چې دلته یې کوي. د جلالاباد عیدګاه کې یې کوي او که د ننګرهار د خوګیاڼیو په بهار کې چې د مطیع الله تراب د زیږیدو کلی دی.

کله چې د حقاني د دفتر ریس د خلکو له دلایلو سره مخامخ شو او یو تن ورته دا وویل چې ولې مو د اسماعیل هنیه غایبانه جنازه پریښوده نو سړی په غوسه شو او د امبولانس ډریور ته یې وویل چې حرکت وکړه په شش درک کې د دفاع وزارت د هیلکوپټرو میدان ته جنازه وړو چې جلالاباد ته عاجل انتقال شي.

د خلیفه سراج الدین حقاني د دفتر ریس له څلورو نظامي ډاټسنو سره چې دوه له جنازې مخکې او دوه وروسته شوې د تراب جنازه د هلیکوپترو میدان ته انقال کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د امبولانس د جنازې په دروازه یو تن چې ډير سخت یې ژړل او د تراب له نږدې تنانو معلومیده په لوړ غږ وویل چې دوه ورځې وړاندې ورته تراب زنګ وهلی و او ورته ویلي یې وو چې زه ډير ژر شهید کیږم ډیر ژر.

په کابل کې د یو اکاډمیک نهاد مهم غړي چې د مطیع الله تراب نږدې ملګری و تاند ته وویل چې له  د ننګرهار له نارنج ګل مشاعرې وروسته چې مطیع الله تراب پکې د طالبانو مخ پټي مشر ته کابل ته د راتګ بلنه ورکړه او د نجونو د تعلیم مسله یې په زغرده په خپل شعر کې نقد کړه نوموړي ته رسمي ویل شوي وو چې په مشاعرو کې به ګډون نه کوي او په خوست کې دې خپلې مستري خانې ته محدود پاتې شي او خوله دې وتړي.

د یادونې ده چې د روان کال په حمل کې د نارنج ګل مشاعرې نه وروسته د طالبانو امیرالمومنین یو فرمان صادر کړ او په علی العموم شکل یې په ټول هیواد کې هر ډول مشاعرې بندې کړې.

د معلوماتو له مخې مطیع الله تراب د زړه د ناروغۍ کومه مخینه نه لرله او په روغتیا په ټوله مانا سالم انسان و. خو له دې سره سره تراب کله کله یو نیم طالب مینه وال میلمستیاو ته دعوت کوه چې د خلیفه سراج الدین حقاني ورور انس حقاني هم دده د مینه والو په ډله کې و.

داسې شک دی چې تراب په مرموز شکل مسمومیت وژل شوی او د د طالبانو کو شش دا و چې ژر خاورو ته وسپارل شي او له جنازې یې نغاره جوړه نه شي، ځکه چې دوی د تراب له بیباکه انداز او غږه ډیر سخت په ویره کې وو.

انجینر عنایت الله بدر

3 COMMENTS

  1. لوستونکو ته سلام، سر بېره پر دې چې تاند مشخصه پلوي کوي او زما تبصرې نه خپروي. مرحوم تراب دې الله تعالی وبښي، غرق رحمت دې یې کړي او د فردوس جنت یې ځای! دوستانو او عقاربو ته دې یې خدای صبر ورکړي. په افغانانو کې له هرې پېښې سیاسي ډنډوره جوړوي. په اسلام کې د یوه میت لپاره یو ځل د جنازې لمونځ کېږي، خو په افغانستان کې هر څه بل ډول دي، د یو زوم او ناوې نکاح هم څو ځلې تر سره کوي، لومړې په قبول حجاب کې نکاح ورتړي، بیا یې په شریني خوري کې او بیا په واده کې ورنوې کوي، خوو اسلام کې نکاح یوه ده! همغه خبره چې(اوغان نصف قرانه قبول کرده!) وسلام

  2. سلام ډیرو قدرمنو لوستونکو
    ډیر،ډیر،ډېر بوږنونکی خبر دی ، ډیر ستومانه اوستړی کېدونکی د ارواښاد مطیع الله تراب مړینه ماته یو توپان ګڼل کیږی . ډیر ناولی ، بدرنګه ، بې پردې او بې فرهنګه توپان دی.
    دتراب غرور ، فهم ، غبرګون، کلام ، شعر ، نیوکه او لید لوری یو بشپړ افغانستان وه یو الهام وه یو پیغام او یو يبام!
    مطیع واقع مطیع افغان وه توره وه اوخنجر ! تراب خاکساره تراب ځور او بانزاکته انسان وه همدارنګه ملګری سړی د افغانستان دادب هر اړخیزه غناوه!
    انا لله وانا الیه راجعون !
    کورنۍ ته دې الله ج صبر ورکړی اوده ته بهشت برین
    آمین یار بالعالمین

  3. مطیع الله تراب

    ما جيغه كره به بنار كي تول كانيه وو
    به ظاهره كرخيدل خو تول ويده وو
    دا بار عجيبه نبار وو زه حيران وم
    وزل شووته يي دعا كره خيله مره وو
    دلته خيله به قاضي باندي دعوى وي
    ددى نبار تول ساتونكي خيله غله وو
    نه غيرت او نه هم خوند وو يكي ياتي
    خود رنكه نكاريدل جي يبنتانه
    نوم د تل پاتي دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب