Homeخبرونهکرزی؛ تراب د وطن او ولس ستونزې په شاعرانه احساس بیانول

کرزی؛ تراب د وطن او ولس ستونزې په شاعرانه احساس بیانول

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۴مه』‏د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي د نامتو او حماسي شاعر، مطیع الله تراب په مړینه خواشیني ښودلې.

کرزي د نوموړي کورنۍ ته تسلیت ویلی او څرګنده کړې یې ده چې هغه د هېواد او ولس ستونزې او دردونه په شاعرانه احساس بیانول.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې، د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم په یوه بیان کې په ډاګه کړې، چې د مطیع الله تراب مړینې متاثره کړي دي.

مطیع الله تراب تېره شپه خوست کې د زړه ناڅاپي حملې له امله ومړ.

ټاکل شوې جنازه یې نن په ننګرهار ولایت کې ادا او په خوږیاڼو ولسوالۍ کې په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې وتلو لوبغاړو راشدخان، محمد نبي، ابراهیم ځدراڼ، عظمت الله عمرزي او نورو هم د تراب صاحب پر مړینې خواشینې ښودلې او هغه یې د هېواد لپاره لویه ضایع بللې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...