چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+لیکوال: ګل رحمن رحماني

لیکوال: ګل رحمن رحماني

پيژندنه

ګل رحمن رحماني د ارواښاد مولوي عبدالرزاق زوی،  په ١٣٦٥ لمريز کال  د افغانستان په مرکزي ولايت ميدان وردګوکې زېږېدلى دى. دى د همدې ولايت د چک سمسورې ولسوالۍ د کولک کلي اوسېدونکى دى.

شخصي ژوند

ګل رحمان رحماني د پنځو وروڼو او پنځو خويندو کشر  ورور دى. پلار يې اروښاد مولوى عبدالرازق د خپل وخت لوى دينى عالم، مخور او منلى شخصيت و .

رحماني لا د خپل عمر د لومړي  کال ١٢ مياشتې نه وې پوره کړې چې د خپل پلار له سيوري محروم شو.

رحماني په  ١٣٩٢ لمریز لیږدیز کال کې  ګډ ژوند پيل کړى. د ژوند ملګرې يې ورته د کورنۍ له خوا ټاکل شوې ، په کلي کې يې  واده کړى  او اوسمهال په کابل کې استوګنه لري.

زده کړې

ګل رحمن رحماني تر اووه کلنۍ پورې د خپل کلي په جومات کې تر دوديزو دينې زده کړو وروسته د لومړي ځل لپاره د خپلې کورنۍ له خوا د الجهاد لومړى نمبر  ځايي لومړني ښوونځي ته چې د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې تمويلاوه، داخل شو او د خپل پلار  د يوه دوست  او ددې ښوونځي د ښوونکي اروښاد  مولوي عبدالواحد په ځانګړې هڅونه يې زده کړې پيل کړې.

له شپږم ټولګي وروسته په چک ولسوالۍ د شهيدعبدالله عزام روزنتون ته د نهاري زده کوونکي په توګه ومنل شو،تر نهم ټولګي پورې يې هلته زده کړې په برياليتوب سره مخته يوړې،  په ١٣٨٠ لمریز لیږدیز کال کې د چک ولسوالۍ مشهورې او تاريخي لېسې (حضرت عمر فاروق) ته شامل شو.

نوموړى په ١٣۸۳ لمریز لیږدیز کال کې له لېسې نه  فارغ شو، په ۱۳۸۹ لمریز لیږدیز کال د ننګرهار پوهنتون د ښوونې روزنې پوهنځي  د پښتو ادب څانګې نه د فراغت بری لیک ترلاسه کړ.

ددې تر څنګ يې د ننګرهار ميډيوټيک کې د ژورناليزم يو کلن پروګرام له ١٣٨٧ لمریز لیږدیز کال نه تر ١٣٨٨ لمریز لیږدیز کال پورې بشپړ او د عمومي ژورناليزم يو کلن بريليک يې تر ګوتو کړ.

له پوهنځي تر فراغت وروسته يې يو نيم کال په بېلابېلو رسنيو کې کار وکړ او په ١٣٩١لمريز کال کې يې د کابل پوهنتون د پښتو ادبياتو ماسټري دوري په عمومي کانکور کې ګډون وکړ او  په ښو نومرو  بريالى  شو.

د ماسټري دا دوره يې په ١٣٩٣ کال کې په برياليتوب سره پاى ته ورسوله او د ( پښتو شعر اوسنى بهير) په نامه يې د ماسټري ٤٠٠ مخيزه څيړنيزه رساله بشپړه او په برياليتوب سره دفاع کړه، دا مهال  په کابل کې د بهرنيو ژبو د يوه انيستيتيوت د انګليسي ژبې د يوه کلن پروګرام محصل دى.

دندې

gul rahman.190ګل رحمان رحماني دخپلو دندو په خواکې لاندې دندې ترسره کړې دي.

۱ په چک وردګ روزنتون کې د فرهنګي څانګې مدير او د ژبې او ادبياتو ښوونکى،  ل ١٣٨٣-١-١ تر ١٣٨٣-٦-٦ لمريز کال  پورې.

۲ـ د ميدان وردګو ولایت  د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اداري مدير او ددې رياست د خپرنيز ارګان (هدف اوونيزه) ليکوال،  له ١٣٨٣-٦-٦ تر ١٣٨٤ لمریز کال پورې.

۳ـ د ننګرهار کليد راډيو پروډيوسر،  له ١٣٨٦تر ١٣٨٧-٨-١٠ لمریز پورې.

۴ـ  د مرام راډيو ( ننګرهار) د خبري څانګې او وروسته د خپرونو مدير، له ١٣٨٧-٨-١٠ تر ١٣٨٨-١١-١٥ لمریز کال پورې.

۵: د صفا راډيو(ننګرهار) د خپرونو مشر، له ١٣٨٨-١١-١٥ نه تر ١٣٩٠لمريز کال پورې.

۶ـ د پژواک خبري اژانس( کابل)، د اډيو(غږيز) سرويس مسوول او خبريال، له  ١٣٩٠تر ١٣٩١لمريز کال پورې.

۷ـ د ولسي جرګې د غړي الحاج اميرجان دولتزي سلاکار او ښوونکى،له ١٣٩٠ تر ١٣٩١لمریز پورې.

۸ـ د پژواک خبري اژانس(کابل)، د ژباړې څانګې مشر،له ١٣٩٢لمریز کال نه تر اوسه (١٣٩٤ لمریز کال) پورې.

۹ـ استراليا کې د افغانانو راډيو(شمله) خبريال،له ١٣٩١تر ١٣٩٢ لمریز کال  پورې.

۱۰ـ د ملي باور ورځپاڼې اېډېتر او مرستيال، له ١٣٩٢تر ١٣٩٣ لمریز کال پورې.

فرهنګې هڅې

۱ـ ګل رحمان رحماني د ښوونځي په ١٢ ټولګي کې و چې د ( سانده ) په نوم لومړۍ ټولګه يې د ميډيوټيک افغانستان لخوا  د وردګو ولايت د څانګې سپارښتنه خپره شوه او په همدې کال يې د ميډيوټيک په انګړ کې د ګڼو ځايي فرهنګيانو په شتون کې ، د کتاب د مخکتنې د غونډې په بهانه د فرهنګي هڅو ستاينه وشوه.

۲ـ ښاغلي رحماني د خپل فرهنګي او شاعر ملګري محمد عالم عزيزي سره په ګډه  د چک ادبي بهير رامنځته او ځايي شاعران او فرهنګيان چې ادبي ذوق يې درلود، په کې راغونډ کړل.

۳ـ د پوهنتون دوره کې د پښتو څانګې د محصلينو د خپرونې( تانده) مرستيال او ليکوال و، د ننګرهار د يو شمېر فرهنګي ملګرو د ځانګړې مجلې( سايه) مرستيال او نورو خپرونو او ويبپاڼو قلمي همکار و.

۴ـ په کابل کې د (پل فکري کړۍ) د مرکزي شورا غړى او ددې کلتوري او ټولنيز بنسټ وياند، د ځينو چاپي ادبي خپرونو د کتنپلاوي غړى او ليکوال. له کلونو راهيسې له تاند، لومړيتوب او ګڼو نورو ويبپاڼو سره منظمه قلمي همکاري لري.

ددې تر څنګ يې تر اوسه په لسګونو کلتوري او ادبي راپورونه او د ( باور) ورځپاڼې لپاره سرمقالې او تحليلونه ليکلي دي.

خپاره شوي اثار

gul rahman.8۱- سانده  (لومړۍ شعری ټولګه): د افغانستان علمي او ټولنيز مرکز( ميډيوټيک)، د وردګو ولايت علمي  فرهنګي مرکز. چاپ کال ۱۳۸۲لمريز.
۲- زه اوته چې ماشومان وو (شعري ټولګه): لومړی چاپ  ۱۳۸۵لمريز کال افعان خپرندويه ټولنه ، دويم چاپ ګودرخپرندويه ټولنه، ۱۳۹۱ لمريز کال.
۳- د ژوند لوبه  (ژباړل شوي ناول): ګودرخپرندويه ټولنه، چاپ کال ١٣٨٨ لمریز لیږدیز جلال اباد.
۴- تلپاتې درد  (ادبي ټوټې): د صفاراډيو د خپرونو مديريت، چاپ کال ۱۳۸۹ لمريز.
۵- ګوره چې هېرمې نه کړې (تذکره): د پوهنتون د ټولګيوالو تذکره ( له محمد واصل وصال سره ګډ اثر)،  زيارخپرندويه ټولنه . جلال اباد، چاپ کال  ۱۳۸۹ لمريز.

gul rahman.10
۶- ښکلا (ناول): ګودرخپرندويه ټولنه، جلال اباد،  چاپ کال  ۱۳۸۸ لمريز.
۷- وروستی فصل  (لنډې کيسې): ګودر خپرندويه ټولنه، چاپ کال ۱۳۹۰ لمريز.
۸- مونوګراف ليکنه (څېړنه): ګودرخپرندويه ټولنه ، چاپ کال ۱۳۹۰ لمريز.
۹- بې وطنه  (لنډې کيسې): ګودرخپرندويه ټولنه، چاپ کال ۱۳۸۹ لمريز.
۱۰- شړل شوی لمر: (ژباړل شوی ناول) ، ګودر خپرندويه ټولنه،  چاپ کال ١٣٨٩ لمريز کال
۱۱- دازادۍ لېونۍ:  (تاريخ ناول)، ګودر خپرندويه ټولنه، جلال اباد، چاپ کال ١٣٨٩ لمريز.

gul rahman.11۱۲- مبادي حقوق ( ژباړه )، د استاد نصرالله ستانکزى مشهور اثر، چاپ کال ١٣٩١لمریز، ګودر خپرندويه ټولنه، جلال اباد.

۱۳- انتقام  (ناول): ختيځ خپرنديه ټولنه، چاپ کال ۱۳۹۰ لمريز.
۱۴- مصرۍ پېغله  (ناول): ګودر خپرندويه ټولنه، چاپ کال۱۳۹۱ لمريز.
۱۵- خاورې اوبادونه (لنډې کيسې): ګودر خپرندويه ټولنه، چاپ کال  ۱۳۹۱ لمريز.
١٦-د خپګان ورځې (ادبي ټوټې): ګودر خپرندويه ټولنه. چاپ کال  ١٣٩١ لمريز.
١٧-د مينې سفر ( ناول ): چاپ کال١٣٩١لمريز، ګودر خپرنديوه ټولنه .

١٨- د عمومي ارواپوهنې ارونه ( ژباړه ): ګودر خپرندويه ټولنه، چاپ کال ١٣٩٠ لمريز.
gul rahman.18١٩-کلیمه داره روپۍ ( تدوين ، چاپ او سريزه): ګودر خپرندويه ټولنه، چاپ کال ١٣٨٩ لمريز.

٢٠-لېونى سړى ( ژباړه) جبران خليل جبران، چاپ کال١٣٩١ لمريز، ګودر خپرندويه ټولنه.
٢١-د مينې شهيدان ( تاريخي ناول)،چاپ کال ١٣٩٢ لمريز، ګودرخپرندويه ټولنه.
۲٢-ته هغه نه يې چې مې خوب کې ليدې (شعري ټولګه) ۱۳۹٤لمریز کال، مومند خپرندويه ټولنه.
۲٣-د ستورو سيند( د پښتو شعر او شاعرۍ شننه) ۱۳۹٤لمريز کال، مومند خپرندويه ټولنه.

نا چاپ  اثار
gul rahman71 په نړيوالوادبياتوکې د رابندر ناتهـ ټاګور ونډه (څېړنه)
2 سوځېدلې ځمکه ( ادبي ټوټې)
3 رنګ او نور (د نړيوالو ادبياتو او ادبي څېرو په اړه مقالې)
4 رنګ او نور  (د کورنيو ادبياتو په اړه څېړنيزې مقالې)
5 د پښتو شعر اوسنى بهي ر(د ماسټرۍ تيزس)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب