جمعه, اپریل 19, 2024
Home+ وهابیان څوک دي؟ | عبدالباري جهاني

 وهابیان څوک دي؟ | عبدالباري جهاني

 څلورمه برخه

حسین او یزید:

معاویه له شل کاله خلافت څخه وروسته، چي د اسلام د فتوحاتو طلايي دوران یې بللای سو، په ۶۸۰ میلادي کال کي وفات سو. له وفات څخه مخکي یې خپل زوی یزید د ولیعهد په توګه وټاکی او له خلکو څخه یې بیعت ورته واخیست. امام حسین، عبدالله بن زبیربن عوام  او ځینو نورو کسانو د هغه له ولایت عهدی سره مخالفت وکړ خو د معاویه سره د چا زور نه رسېدی. د معاویه له وفات څخه وروسته، یزید له حسین او عبدالله بن زبیر څخه، چي په مدینه کي اوسېدل، د بیعت کولو غوښتنه وکړه. هغوی دواړو د بیعت ورکولو څخه انکار وکړ او شپه په شپه مکې مکرمې ته په پټه ولاړل.

په لاره کي عبدالله بن عمر، چي په ژوند کي تر مرګه، د خپل پلار په څېر په پرهېزګاري مشهور وو، ورسره مخامخ سو او پوښتنه یې ورڅخه وکړه چي څه خبره ده؟ دوی ورته وویل چي معاویه مړ سوی دی او یزید زموږ څخه د بیعت غوښتنه کړې ده خو موږ له هغه سره بیعت نه کوو. عبدالله بن عمر ورته وویل له خدایه وبېرېږی په اسلام کي نفاق مه اچوی. عبدالله بن عمر مدینې ته ولاړ او هلته یې د یزید سره بیعت وکړ. څو ورځي وروسته عبدالله بن عباس هم بیعت وکړ. طبري، تاریخ طبری ص ۲۹۱۲

لږه موده وروسته له کوفې څخه شیعه یا د حسین طرفدارانو حسین ته یو مکتوب ولېږی او هغه ته یې بلنه ورکړه چي کوفې ته ورسي او دوی به په لس هاوو زره ورسره ملګری سي او د یزید او د هغه  له حاکمانو څخه به یې وژغوري. حسین په دې برخه کي د هیڅ چا پر مشوره غوږ ونه نیوی او خپل د کاکا زوی مسلم بن عقیل یې کوفې ته واستاوه چي د ده له طرفدارانو سره خبري وکړي او وروسته به دی پخپله هم پسي ورسي. د یزید نوی حاکم، عبیدالله بن زیاد، د مسلم بن عقیل له ورتګ څخه خبر سو او ډېر ژر یې ونیوی او ویې واژه. حسین د هغه له مرګه خبر نه سو او له مکې څخه یې د کوفې پرلور حرکت وکړ.

په مکه مکرمه کي د یزید له لوري حاکم عمروبن سعید، حسین ته ولیکل چي د عراق خواته مه ځه. بېرېږم چي تاوان درته ونه رسیږي. په مکه کي زما سره په امان یې او ستا سره به ښه سلوک کوم او احترام به دي ساتم. حسین ورته ولیکل چي بهترین امان د خدای امان دی؛ که دي په ښه نیت لیک راته لیکلی او لېږلی وي خدای دي ستاسره ښه وکړي. هغه کتاب ص ص ۲۹۷۲-۷۳

له حسین سره کوفې ته په تللو کي منطق څشي وه؟ ایا ده ته د قرآن شریف دا آیة نه وو معلوم چي د حق متعال، د هغه د رسول او اولی الامر اطاعت وکړی؟ د دې آیة یو حکمت د مسلمانانو ترمنځ د داخلي جنګونو او وروروژني مخنیوی دی. ځکه له پاچا سره جنګ پیل کول او له هغه څخه میدان ګټل او نسکورول د زرهاوو او لس هاوو زرو کسانو په مرګ تمامیږي. ده مخکي لیدلي وه چي د جمل، صفین او له خوارجو سره په جنګونو کي تر سل زره زیات مسلمانان ووژل سول. آیا یوازي د کوفي خلک، چي که هغوی هم ټول د ده ملاتړ وکړي، د یزید په څېر مقتدر پاچا سره، چي له مصر څخه تر خراسان پوري یې قلمرو رسېدی، په جنګونو کي به څومره مسلمانان هلاک سي او که چیري بری هم د ده په برخه سي نو په نتیجه کي به د یزید پر ځای دی د اسلام خلیفه وي او بس.

عبدالله بن عمر، د یوه پرهېزګار انسان په حیث، ځان له هر ډول فتنو څخه ساتلی وو او حسین ته یې هم توصیه کړې وه چي په اسلام کي نفاق مه اچوی. هغه پوهېدی چي عبدالله بن زبیر او حسین یوازي د قدرت نیولو په غم کي دي او په زرګونو مسلمانان به د دوی د دغي غوښتني او قدرت طلبی قرباني کیږي.

« عبدالله بن عباس بن ابوطالب حسین ته وویل د کاکا زویه! خلکو اوازه ګډه کړې ده چي ته کوفې ته ځې راته ووایه چي هلته به څه وکړې؟

حسین ورته وویل کوفې ته مي د تګ اراده کړې ده انشاءالله په همدغه دوو ورځو کي حرکت کوم.

ابن عباس ورته وویل: خدای دي تا له دې سفر څخه محفوظ کړي. خدای دي پر تا باندي رحمت وکړي. دونه راته ووایه چي ته خو کوفې ته روان یې آیا د هغه ځای خلکو ته چي ته ورځې هغوی خپل حاکم وژلی دی او ولایت یې تصرف کړی دی او خپل دښمنان یې له هغه ځایه شړلي دي؟ که خبره داسي وي نو هغه ځای ته ولاړ سه او که دا خلک تا ورغواړي او د یزید حاکم هلته پر ځای ناست او پر قوم باندي مسلط دی او د هغه سړي له خلکو څخه منظم مالیات ټولوی نو دا خلک تا د جنګ او عداوت لپاره وربولي. زه وېرېږم چي دا خلک به دي وغولوي؛ ستا دعوه به دروغ وبولي او پر ضد به دي ودریږي او همدا خلک به دي تر هر چا سخت دښمنان وي. حسین ورته وویل زه له خدایه خیر غواړم. وګورم چي څه پیښیږي» هغه کتاب ص ۲۹۶۵

 کله چي حسین له مکې څخه د کوفې پر لور حرکت وکړ نو د مکې د حاکم عمرو بن سعید بن عاص کسانو یې، چي مشري یې یحیی بن سعید کوله، د هغه مخه ونیوله خو حسین مقاومت ورسره وکړ او د هغوی له صفوفو څخه تېر سو. یحیی بن سعید ورپسي ږغ کړه چي اي حسینه! له خدایه نه بېرېږې چي له جماعت څخه وزې او په اسلام کي تفرقه اچوې؟

حسین په جواب کي د قرآن شریف آیة ورته ولووست.

لِی عملی و لکم عملکم انتم بریون ممّا اعمل و انا بریٌ مما تعملون. سوره یونس آیة ۴۱

( زما عمل زما دی او ستاسي عمل ستاسي دی. تاسي زما له عمل څخه بېزاریاست او زه ستاسي له عمل څخه بېزاره یم) هغه کتاب ص ۲۹۶۸

البته حسین د هغه قرآن شریف په آیة استناد او په هغه آیة تمسک کاوه چي مسلمانان یې د فتنې او فساد څخه منع کول او د نفاق اچوونکي او فساد جوړوونکي وژل یې مباح کړي وه. او حسین پخپله د یوه بل داخلي جنګ پیل کولو ته روان وو.

د کوفې حاکم عبیدالله بن زیاد چي، د حسین د کاکا د زوی مسلم بن عقیل د وژلو څخه مخکي یې هم د کوفې او سیمي له قومي مشرانو سره تماسونه ټینګ کړي او پیسې یې ورکړي وې، یو ځل بیا د کوفې قومي مشران ور وبلل. نه یوازي یې د یزید لپاره بیعتونه ورڅخه واخیستل بلکه د حسین په مقابل کي یې د توري اخیستلو ته تشویق کړل.

عبیدالله بن زیاد خپل دوه تنه جنرالان عمر بن سعد بن ابی وقاص او شمر بن ذی الجوشن، د ځلور زره سپرو سره، د حسین سره د جنګ او د هغه د وژلو یا کوفې ته د راوستلو لپاره واستول. کله چي عمر بن سعد د حسین د لښکرو خواته نیژدې سو نو له هغه څخه یې پوښتنه وکړه چي د څشي لپاره راغلی دی. حسین ورته وویل چي هغه ته د کوفې خلکو بلنه ورکړې ده او که د کوفې خلک نه غواړي چي دی هغه ښار ته ورسي نو بیرته پر هغه خوا چي راغلی دی ځي. حسین بالاخره د عبیدالله بن زیاد افسرانو ته وویل چي هغه ته یا اجازه ورکړي چي بیرته د مکې خواته ولاړ سي. یا اجازه ورکړي چي پخپله له یزید سره د لیدلو لپاره دمشق ته ولاړ سي او یا اجازه ورکړي چي سرحدي سیمو ته ولاړ سي او هلته ژوند وکړي. عبیدالله بن زیاد د هغه غوښتني رد کړې او یوازي کوفې ته د تللو او هلته د عبیدالله پر لاس یزید ته د بیعت کولو شرط یې ورته کښېښود.

حسین د عبیدالله بن زیاد پېشنهاد نه سو منلای او د مسلم بن عقیل وروڼو هم ویل چي تر څو یې د خپل ورور د وژل کېدلو انتقام اخیستی نه وي تر هغه وخته به پر شا نه سي. البته له هغوی سره ګواکي دا حساب نه وو چي د څلورزره کسیز لښکرسره په کوم قوت جګړه کوي. بالاخره د کوفې لښکرو هجوم راووړ او د جنګ په نتیجه کي حسین او د هغه ملګري ووژل سول. د حسین سر یې پرې کړ؛ عبیدالله بن زیاد ته یې واستاوه او هغه د نورو مشرانو له سرونو سره یو ځای یزید ته ولېږی.

په هغه جنګ کي، چي د محرم د میاشتي په لسمه پای ته ورسېدی د حسین له خوا، د ماشومانو په شمول، ۸۷ تنه او د عمر بن سعد بن ابی وقاص له خوا ۸۸ تنه ووژل سول. مسعودی، مروج الذهب جلد دوم ص ۶۵

که په دې جنګ کي د وژل سویو کسانو شمېر ته وګورو نو د مخکنیو او تر دې وروسته جنګونو په پرتله ډېر زیات نه دي؛ خو د حسین له وژل کېدلو سره داسي هنګامه پیل سوه چي کلونه یې دوام وکړ او په لس هاوو زره تنه پکښي قتل سول. د دې جنګ، چي د حسین د کورنۍ او د هغه د نیژدې خپلوانو په قتلېدلو تمام سو، مخه یوازي حسین نیولای سوای. حسین لکه څرنګه چي د دې جنګ او د مقاومت د پیل کولو لپاره یې له لومړي سره هیڅ منطق نه درلودل؛ د جنګ د پیل کولو په ورځ یې هم هیڅ ډول حساب نه درلود. له حسین سره د جنګ په میدان کي ۳۲ سپاره او ۴۰ پیاده ملګري ول. طبري ص ۳۰۲۰

په هغه جنګ کي د علي شپږزامن، حسین، عباس، جعفر، عبدالله، محمد او ابوبکر. د حسین درې زامن، علي، عبدالله، او د حسن درې زامن ابوبکر، عبدالله او قاسم او د علي د وروڼو او جعفر او عقیل د کورنۍ نور غړي ووژل سول.

۷۲ تنه، یا د ځینو په قول ۸۵ تنه د یوه بشپړ مجهز لښکر سره جنګ کولای سي؟ که څه هم چي ابن خلدون وايي له حسین سره ۵۰۰ تنه سپاره او ۱۰۰ تنه پیاده ورسره وه او د جنګ  په پای کي د حسین له خوا ۷۲ تنه ووژل سول. تاریخ ابن خلدون جلد دوم ص ۴۱

که دا وروستی عدد هم ومنو نو ۶۰۰ تنه د ۴۵۰۰ یا ۵۰۰۰ عسکرو سره د جنګ توان لري؟ او حسین ته دا آیة معلوم نه وو چي« و لاتلقوا بایدیکم الی التهلکة» په لوی لاس ځانونه د مرګ خولې ته مه ورکوی. سورة ۲ البقرة آیة ۱۹۵

که له احساساتو او له دې زیات و کم دیارلس سوه کلونو تبلیغاتو څخه تېر سو نو حسین خو نه یوازي د ستایلو نه دی بلکه، د قرآن شریف له احکامو څخه د سرغړوني او په یوه بې اساسه جګړه کي، د وژل سویو کسانو د قتلېدلو مسوول دی. حسین ته دا آیة معلوم وو چي « د الله، د هغه د رسول او د اولی الامر اطاعت وکړی او که مو چیري ترمنځ اختلاف منځته راغی نو خپل اختلاف د الله کتاب او د هغه رسول ته راجع کړی. داستاسي لپاره خیردی او تر ټولو ښه نتیجه ورکوي» سورة النساء آیة ۵۹

د حسین او یزید تر منځ خو هیڅ اختلاف نه وو راغلی ځکه چي حسین لا د یزید خلافت لیدلی نه وو او له بیعت ورکولو څخه مخکي یې له هغه سره د جنګ په نیت اقدامات پیل کړل. په دې حساب حسین، د قرآن کریم د حکم په اساس، د فساد او فتنې جوړولو مسوول دی. ده باید انتظار ایستلی وای. که چیري یزید د کفر او ګمراهی لاره اخیستې وای او دیني علماوو د هغه پر ضد د پاڅون فتوا ورکړې وای بیا نو ده د بغاوت کولو حق درلود. په داسي حال کي چي زموږ اسلامي مورخین او علماء، لکه د صفین او جمل د جنګونو په باره کي چي چوپ دي او تر اوسه یې سم قضاوت نه دی کړی، د حسین او یزید او وروسته، په همدغه اړه، د نورو جنګونو په باب، چي په زرګونو مسلمانان پکښی قتل سول چوپ دي.

په صحیح بخاري کي په دې باب څو پرله پسې احادیث راغلي دي او د هغوی احکام دومره څرګند دي چي سړی یې په مقابل کي د حرکت کولو لپاره هیڅ ډول پلمه نه سي جوړولای.

د صحیح بخاري د کتاب الفتن ۷۰۵۳ حدیث کي راغلي دي:« هر هغه څوک چي د خپل امیر سره پر کوم شي اختلاف ولري نو باید چي صبر وکړي؛ ځکه هر هغه څوک چي له اطاعت کولو څخه سرغړونه کوي، حتی که ډېره لږه هم وي، نو هغه سړی به د هغو کسانو په څېر مري لکه د جاهلیه په وخت کي چي مړه سوي دي»

د همدغه کتاب الفتن په ۷۰۵۵ او ۷۰۵۶ حدیث کي راغلي دي:

«له جُناده بن ابی اُمیه څخه نقل سوی دی چي ….. پیغمبرص وویل چي موږ باید اوامرو ته هم د فعالیت او هم د ستړتیا په وخت کي، هم په سختیو کي او هم په کراري کي غوږ ونیسو او د امیر اطاعت وکړو. موږ باید د امیر حق پر ځای کړو که څه هم چي هغه زموږ حق نه راکوي او د هغه سره به تر هغه وخته پوري نه جنګېږو تر څو له هغه مو څرګند کفر لیدلی نه وي او هغه موږ ته ثابت سوی نه وي»

د صحیح مسلم په کتاب الامارة کي ۴۵۵۴ حدیث د څو سلسلو په اساس د حذیفه بن الیمن په حواله وايی چي حضرت پیغمبرص وویل داسي مشران به راسي چي زما پر لاره به برابر نه وي. په دوی کي به داسی کسان وي چي زړونه به یې د شیطان او مخونه به یې د انسانانو وي. ابوحُذیفه وايی ما سوال ورڅخه وکړ چي موږ باید په هغه وخت کي څه وکړو؟ پیغمبرص راته وویل چي تاسي باید امیر ته غوږ ونیسی او د هغوی د امر اطاعت وکړی. حتی که تاسي پر ملا باندي په شلاقو ووهي او ستاسي مالونه درڅخه لوټ کړي تاسي به هغوی ته غوږ نیسی او په قول به یې کوی.

ورپسې حدیث ۴۵۵۵ د ابوهُریره له قوله وايی چي پیغمبرص وویل هر هغه څوک چي د امیر اطاعت نه کوي او ځان د نورو مسلمانانو له اجتماع څخه بېل کړي؛ که مړ سو نو مرګ به یې د هغو کسانو په څېر وي چي په جاهلیه کي مړه سوي دي.

د همدغه کتاب الاماره په ۴۵۵۱ حدیث کي د علقمه له قوله روایت سوی دی چي وايی سلامه بن یزید الجوافی د پیغمبرص څخه پوښتنه وکړه چي که یو امیر زموږ په مقابل کي خپل مسوولیتونه نه اجراء کوي موږ له هغه سره څه وکړو؟ حضرت پیغمبرص جواب ورنه کړ او کله چي هغه خپل سوال دریم ځل تکرار کړ نو پیغمبرص ورته وویل چي تاسي هغوی ته غوږ ونیسی او اطاعت یې وکړی ځکه چي تاسي خپل بار وړی او خپل مسوولیت لری او هغوی خپل بار وړي.

د صحیح مسلم د کتاب الاِماره ۴۵۶۲ حدیث کي راغلي دي چي عبدالله بن عمرو د یزید بن معاویه په وخت کي، چي د مدینې پر مسلمانانو باندي ډېر ظلم کېدی، وویل چي زه تاسي ته یو حدیث وایم او هغه دا چي حضرت پیغمبرص وویل هر هغه څوک چی خپل لاس د امیر له بیعت څخه کاږي د قیامت په ورځ به د الله په حضور کي هیڅ عذر او پلمه ونه لري. او هر هغه څوک چي له امیر سره یې بیعت نه وي کړی او مړسي هغه به د جاهلیت د زمانې د کفارو په څېر مري.

احمد کسروي د حسین بن علی په باره کي لیکي:

« حسین بن علی د خلافت د ترلاسه کولو لپاره راپورته سو او هدف ته ونه رسېدی. مګر ډېره د ستایني وړ مړانه یې وکړه او هغه دا چي سر یې چاته ټیټ نه کړ او تر دې چي ابن زیاد او یزید ته تسلیم سي د خپل ځان، اولادونو او یارانو وژل کېدل یې بهتر وبلل. د هغه دغه کار د ستایني وړ دی. مګر هر څه چي وه هغه تېر سول. له هغي پیښی څخه ۱۳ سوه کاله وروسته ژړا څه معنا لري؟ او د محرم او صفر په میاشتو کي به دې جاهلانه نمایشونو ته سړی څه ووايي؟» شیعه ګري ص ۴۲

دا خبره به سمه او پر ځای وي چي حسین یو زړه ور سړی وو. مګر د کربلا جنګ نه په شرعي لحاظ جواز درلود او نه په نظامي لحاظ هوښیار اقدام وو. له یوې بشپړي پاچهی سره په څو سوو تنو مقابله  له ځان وژني او په لوی لاس د خپلي کورنۍ د تباه کولو او په اسلام کي د یوه بل درز او نفاق ایجادولو پرته  بل مفهوم نه درلود.

خبره د ا ده چي د معاویه او یزید د حکومتونو یا خلافتونو توپیر په څه کي وو. د حسین مشرورور حسن، چي تقر یباً شل کاله مخکي په زهرو شهید سوی وو، معاویه ته بیعت کړی وو. حتماً به حسین هم بیعت کړی وي. که د امویانو حکومت غیرعادلانه او د هغه په مقابل کي پاڅون لازم وو نو حسین خو باید د معاویه د شل کلن خلافت په دوران کي خپل ږغ پورته کړی وای. او کله چي یې د معاویه د خلافت په وخت کي هیڅ ونه ویل نو د یزید د خلافت په وخت کي د هغه د ږغ پورته کول او وسلې ته لاس اچول، خو پرته له دې چي سړی یې د خلافت او قدرت د تر لاسه کولو لپاره اقدام وبولي بل څه نه ورڅخه جوړیږي. او لکه مخکي چي مو د قرآن شریف او احادیثو په استناد ولیکل؛ د حسین عمل په هر صورت غیر شرعی وو او د زړه ورتیا پر ځای باید د ماجراغوښتني نوم ورکړه سي.

 د فتنې او ښورښونو په مقابل کي د دومره څرګندو احکامو د موجودیت په صورت کي له حسین سره پرته له قدرت غوښتلو بله څه پلمه موجوده وه؟ حسین په دې نه وو خبر چي د مسلمان امیر په مقابل کي بغاوت او د امیر نافرماني حتی له کفر سره معادله بلله سوې ده او حضرت پیغمبرص ویلي وه چي که څوک په دغه مخالفت کي مړ سو مرګ به یې د جاهلیه د کفارو په څېر وي؟ آیا حسین د یزید د کفر ثبوت درلود؟ او دی په دې نه وو خبر چي یوازي د امیر د کفر په صورت کي د ښورښ کولو اجازه لري او بس؟

له دې پیښو سره سم عبدالله بن زبیر چي، خپل ځانته د خلافت ګټلو په منظور یې، حسین د کوفې تللو ته تشویق کړی او د خپلي دعوې لپاره یې میدان خالی کړی وو، په مکه کي د خلافت اعلان وکړ. د مدینې خلکو هم د یزید له خوا ټاکل سوی حاکم او مروان بن حکم او د بن امیه د کورنۍ نور کسان له ښار څخه وایستل او یزید له شام څخه د مدینې او مکې پر لور لښکر روان کړ. د مدینې څخه بهر د یزید د لښکرو او د مدینې د قواوو ترمنځ په جنګونو کي څه باندي څلور زره تنه ووژل سول. او د مدینې خلک بیعت کولو ته مجبور سول.

د یزید لښکرو وروسته د مکې پر ښار باندي حملې ته تیاری وکړ. د یزید د لښکرو قوماندان حُصین بن نُمَیر، چي کله مکې ته ورسېدی، عبدالله بن زبیر او مختار ثقفي کعبې ته پناه یوړه. د یزید پوځي قوماندان پر ښار باندي د لویو ډبرو او نفتي موادو باران جوړ کړ. کعبه ونړېده او د ډیرو زیاتو خلکو کورونو اور واخیست. ابن خلدون ص ۴۴

یزید له دې وروستي جنګ څخه یوولس ورځي وروسته مړ سو. د هغه زوی معاویه بن یزید هم، چي د پلار پر ځای خلیفه سوی وو، شل ورځي  او د ځینو روایاتو له مخي دوې میاشتي وروسته مړ سو. قدرت مروان بن حکم ته ورسېدی. دا وخت مختار ثقفی له مکې څخه کوفې ته ولاړ. کوفه یې ونیوله او د حسین د قاتلانو پر ضد یې عملیات پیل کړل. مختار د حسین قاتلان لکه شمربن ذی الجوشن، عمربن سعد بن ابی وقاص، عبیدالله بن زیاد او نور ټول هغه کسان چي د حسین په قتلولو کي یې لاس درلود یو په یو له منځه یووړل، او نور یې هم  له هیڅ ډول بېرحمی څخه مخ وانه ړاوه. خو د عبدلله بن زبیر او د علي له زوی محمدبن الحنفیه سره یې ځکه اختلافات راغلل چي مختارثقفي، په حقیقت کي، هر څه د ځان لپاره غوښتل او د حسین د وینو انتقام یې یوازي د پاڅون پلمه ګرځولې وه. هم محمدبن حنفیه او هم عبدالله بن زبیر پوهېدی چي مختار څه غواړي ځکه یې جوړه سره رانغله او تر پایه یو د بل مخالف پاته سول. محمدبن حنفیه، چي په فوکلوري افسانو، په تېره بیا د شیعه ګانو په نکلونو کي یې د ډېر لوی سپه سالار په حیث یادونه کیږي، چنداني په جنګونو کي برخه وانه خیستله او د عمر ترپایه پوري ګوښه پاته سو. له یوې خوا د مختار او عبدالله ابن زبیر او بل لوري ته  د مختار او مروان بن الحکم تر منځ په جنګونو کي په زرهاوو مسلمانان قتل سول او پخپله مختار هم، په کوفه کي، د عبدلله بن زبیر له لښکرو سره، په جنګونو کي ووژل سو.

د مروان بن الحکم له وفات څخه وروسته د هغه زوی عبدالملک بن مروان د حجاج بن یوسف تر قوماندې لاندي، د عبدالله بن زبیر د اېلولو لپاره، چي زیات و کم نهه کاله یې په مکه کي د اسلام د خلیفه په نوم حکومت کړی وو، مکې ته پوځ واستاوه. عبدالله بن زبیر د حجاج په مقابل کي له څو میاشتو مقاومت کولو وروسته په جنګ کي ووژل سو. ویل کیږي چي د حجاج بن یوسف قوماندان مصعب بن زبیر د عبدالله بن زبیر شپږزره تنه تسلیم سوي پوځیان قتل عام کړل. ابن خلدون ص ۶۶

له دې څخه وروسته، د مسلمانانو تر منځ په جنګونو کي، چي یا د عقایدو د اختلاف او یا د شخصي ګټو لپاره وسول، او په قرنونو یې دوام وکړ، په سل هاوو زره مسلمانان قتل سول؛ وروڼو وروڼه او زامنو پلرونه ووژل خو اصلي مسوول هیڅ وخت څرګند نه سو. شاعرانو فاتحینو ته قصیدې ولیکلې، هنرمندانو او سندرغاړو سندري او ترانې ورته جوړی کړې او علماوو یې د ستایلو او تاییدولو د فتواوو له برکته طلاوي او مقامونه تر لاسه کړل.

وهابیان څوک دي؟| عبدالباري جهاني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب