پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهکابل: په ۲ ميليونه ډالرو د ۲۰۰ ټولنیزو مرستو پروژه پیل شوه

کابل: په ۲ ميليونه ډالرو د ۲۰۰ ټولنیزو مرستو پروژه پیل شوه

تاند: ( پنجشنبه، د کب ۱۱ مه) ‏د کابل ښار په کچه د (۲۰۰) ټولنیزو مرستو پروژه پیل شوه.

د کابل ښاروالۍ په یوه اعلامیه کې راغلي، چې دا پروژه د دوی له لوري د شلمې ناحیې اړوند د ۲۲ ګذر له خیرآباد چمن سیمې څخه پیل شوه.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال وویل چې، د ټولیزو مرستو دا پروژه د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت د نړیوال بانک په مالي ملاتړ پلې کیږي.

د دې پروژې عمومي مسئولیت له (UNOPS) یا د ملگرو ملتونو د خدمتونو له ادارې سره دی او په سیمه کې د (Acted) نړیوالې موسسې له لوري د کابل ښار په ( ۲۰۰ ) بېلابېلو ګذرونو کې پلې کیږي.

سرچينه وايي، په هر ګذر کې به (۷۰ ) اړو او د لاس نیوي وړ کورنیو ته یو ځل ۱۲۰۰۰ افغانۍ ووېشل شي.

ويل شوي، چې کابل ښاروالي د یادو مرستو لپاره آسانتیاوې برابروي او د اړوند ناحیو، د جوماتونو د شوراګانو، (Acted) موسسې او اړوند ادارو له لوري په ګډه د لاس نیوي وړ کسان ټاکل کیږي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په ټوله کې له یادې پروژې (۱۴۰۰۰) کورنۍ برخمنې کیږي.

کابل ښاروالي وايي دا مرستې له هغه کورنیو سره کیږي چې، سرپرستي یې د ښځو پر غاړه وي او یا یې د کورنۍ سرپرست، سپین ږیری، معلول، روږدی او یا ناروغ وي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورين اوج ته رسیدلی او یوه لویه برخه خلک د نړيوالو په بشري مرستو پايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب