چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+قهوه څښونکو ته؛ دا ډول قهوه مو نابودوي

قهوه څښونکو ته؛ دا ډول قهوه مو نابودوي

ژباړن: شمشاد افغان

قهوه په نړیواله کچه یو ډېر استعمالیدونکی څښاک دی، چې خپلې ګټې هم لري او ورسره بې احتیاطي ډېر تاوانه او خطرونه هم لري.

 دلته پر هغو ټکو بحث کوو، چې د قهوې څښاک ورسره خطرناک کیږي.

له حده زیات څښاک

پښتو متل دی: هرڅه چې ډېر شي، ګنډېر شي. قهوه څښل هم چې له حده زیات شي تاوانونه لري. روغتیایي څېړنې څرګندوي، چې په ورځ کې له ۴۰۰ میلي ګرامو څخه د زیاتې قهوې څښل هم د شپې خوب خرابوي، هم د اضطراب او سټرس سبب کیږي، هم مو عصبي کوي، هم مو وجود کې لړزه پيدا کوي او هم د زړه د ټکان سبب کیږي.

 نورو څېړنو ښودلې، چې د ورځې له ۳ تر ۵ وړو ګیلاسونو قهوې څښل د زړه په ساتنه کې مرسته کولای شي. البته دا موضوع عمومي نه ده، ځینو خلکو ته به ښه وي، خو ځينې نور چې نورې ستونزې لري، دا خبره به پرې عملي نه وي.

 کوم ډول قهوه زیاته خطرناکه نه ده؟

څېړنو ښودلې، چې د اسپرسو په نوم د قهوې یوه بڼه چې د قهوې طعم یې هم زیات دی، ډېر کافین نه لري او له دې امله یې خطر هم نسبت نورو قهوو ته کم دی.

خوټیدلې قهوه مه څښئ!

روغتیا پوهان دا هم وایي، چې خوټیدلې قهوه مه څښئ. دا ډول قهوه، چې په ترکي قهوه هم مشهوره ده، له خوټیدو سره د څښونکي په وجود کې د کلسټرول د زیاتیدو سبب کیږي.

 د قهوې څښلو وختونه

د قهوې څښلو وخت هم د قهوې څښلو پر پایلو تاثیر لري. روغتیا پوهان وایي، چې د مازیګر له څلورو بجو وروسته قهوه مه څښئ، ځکه د شپې خوب مو خرابوي.

1 COMMENT

  1. زما په اند ستاسو معلومات دقیق ندي ځکه اسپرسو دنورې قهوې په پرتله ډیر زیات کفین لري او د همدې امله په ډیره کمه اندازه استعمالیږي. که یی اصلاح کړی مهرباني به مو وي ځکه امکان لري یو چا ته تاوان ورسوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب