شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهوالیبال ملي لوبډله له څو بریاوو وروسته کابل ته ستنه شوه

والیبال ملي لوبډله له څو بریاوو وروسته کابل ته ستنه شوه

تاند: ( پنجشنبه، د حوت ۱۱ ) د افغانستان د والیبال ملي لوبډله، چې  د فبرورۍ په ۲۰ مه د والیبال په سیالیو کې د ګډون په موخه مالدیف هېواد ته تللې وه، پرون د دغو سیالیو له پای ته رسېدو او پرله پسې بریاوو وروسته هېواد ته راستنه شوه.

ملي لوبډلې په هوايي ډګر کې د فدراسيون د مشرتابه له لوري له هرکلي وروسته، د المپيک د ملي کمېټې  له لوري د ښه راغلاست په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د طالب چارواکو له خوا يې هرکلى وشو.

 د المپيک ملي کميټې او سپورت ریاست  لپاره د طالبانو رئیس انجنير نظرمحمد مطمين په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د والیبال ملي لوبډلې لاسته راوړنې او هڅې وستایلې.

 د فبرورۍ له ۲۳مې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې د افغانستان، مالديف، ماليزيا او سينګاپور د لوبډلو په ګډون د مالديف په کوربتوب ترسره شوې، چې افغانستان پکې ټولې لوبې وګټلې.

د والیبال ملي لوبډلې دغه بریاوې ډېرو خلکو وستایلې، خو د ملي المپیک کمېټې لپاره له اړوندو طالب چارواکو پرته نورو طالب مشرانو په دې اړه څه ونه ویل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب