جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد امريکا او ط مذاکرات، پرمختګونه او خنډونه کوم دي؟

د امريکا او ط مذاکرات، پرمختګونه او خنډونه کوم دي؟

تاند:( چار شنبه، د قوس لسمه)‏‏‏‏د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست مولوي امير خان متقي په مشرۍ يوه پلاوي سره له څو ورځينيو مذاکراتو وروسته د دغو مذاکراتو په اړه خپل دریځ په ډاګه کړ.

په يادو مذاکراتو کې د امريکايي لوري مشري، د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویس کوله.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې وويل، طالبانو په قطر کې له امریکايي چارواکو سره د خبرو پرمهال ټولو افغانانو ته د تعلیم د امکان د برابرولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته چمتووالی ښودلی او ښوونځیو ته د بېلابېلو عمرونو لرونکو نجونو او ښځو پر شمولیت د څارنې د هڅو هرکلی یې کړی.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت زياتوي، امریکايي چارواکو له طالبانو وغوښتل چې د ټول هېواد په کچه د ټولو نجونو او ښځو لپاره د تعلیم د امکان د برابرولو ژمنه عملي کړي.

د اعلامیې په اساس، امریکايي لوري په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو په اړه اندېښنه ژوره اندېښنه وښوده او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د ټولو افغانانو حقوق خوندي کړي، د عمومي عفوې پر پالیسي عملي وکړي او د یوه ټولشموله او استازي حکومت د جوړولو په برخه کې اضافي ګامونه واخلي.

رويټرز خبري اژانس بيا وايي، چې پر دې موضوعاتو سربېره، د امریکا په پلاوي کې د استخباراتي ادارو، د ماليې د وزارت او د نړیوال پرمختګ د ادارې USAID استازو او د طالبانو په پلاوي کې پر طالبانو سربېره مسلکي تکنوکراتانو برخه لرله.

امریکايي چارواکو مخکې هم ویلي و، چې له طالبانو سره به پر هغو مسایلو خبرې وکړې چې د امریکا لپاره لومړیتوب لري.

د دوحې د خبرو په اړه د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وویل چې افغان او امریکايي چارواکو له افغانستان سره د بشري مرستو، د روانو اقتصادي ستونزو او سیاسي مسایلو په اړه خبرې وکړې.

طالب پلاوي په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره تر کتنې مخکې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره هم خبرې وکړې.

د اروپايي ټولنې سرچینو ویلي دي چې دوی هم له طالبانو سره په خبرو کې د بشري حقونو، په تېره افغان ښځو او نجونو ته د تعلیم د امکاناتو پر برابرولو، په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړولو، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفتر پر پرانیستو او نورو مسایلو خبرې وکړې.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د څو محدودو هېوادونو له سفارتونو پرته نیږدې ټولې نړۍ سره دیپلوماتیکې اړیکې قطع دي او په کابل کې اکثریت بهرني سفارتونه او سیاسي نمایندګۍ تړل شوي دي.

دا واکمني، چې له حاکمیدو یې شاوخوا درې نیمې میاشتې کیږي، تراوسه د نړۍ هیڅ هېواد هم په رسمیت نه ده پېژندلې.

د ټول شموله حکومت جوړول، له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د بشري او ښځینه حقونو تضمینول د نړۍ هغه عمده شرطونه دي، چې پر طالبانو يې د دوی د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو لپاره ایښي دي.

طالبان بیا دا شرطونه ردوي او ټينګار لري، چې هم یې حکومت ټول شموله دی، هم ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري او هم یې بشري او ښځینه حقونه تر ټولې نړۍ ښه تامین کړي دي.

له دې سره، په دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو نوی پړاو دوام لري، چې طالبان یې د ښو پایلو هیله لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په یوه وینا کې ویلي: د امریکا سفارت به انشالله زر پرانیستل شي او ورسره به نیم ساعت کې د نړۍ ګڼ نور هېوادونه هم په کابل کې خپل سفارتونه خلاص کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب