چهارشنبه, دسمبر 11, 2024
Homeخبرونهبرتانوۍ ورځپاڼه: ط او د میانمار پوځي حکومت به دواړه ملګرو ملتونو...

برتانوۍ ورځپاڼه: ط او د میانمار پوځي حکومت به دواړه ملګرو ملتونو ته لاره پیدا نه کړي

تاند:( چار شنبه، د قوس لسمه)‏‏‏‏د برتانیې یوې مشهورې ورځپاڼې The National نن خبر ورکړی، چې د طالبانو اداره او د میانمار پوځي حکومت پر خپلو هېوادونو د تلسط باوجود به ونه کړای شي، چې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان ته لاره پیدا کړي.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د یو شمېر مسوولینو او بهرنیو دیپلوماتانو په حواله نن دا راپور خپور کړی.

دغو سرچینو ورځپاڼې ته ویلي، چې ملګري ملتونه د ولسواکۍ له چټکې ودې سره نور چا ته اجازه نه ورکوي، چې په زوره واکمن شي او د ترهګرۍ له پياوړي کولو سره بیا نړیوال امنیت او ثبات وګواښي.

دغې ورځپاڼې ویلي، چې طالبان په هغه صورت کې نړیوال رسمیت او ملاتړ پیدا کولای شي، چې د ځان د اصلاح لپاره نړیوال شرطونه ومني.

دمګړۍ، په ملګرو ملتونو نړیوال سازمان کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام دایمي استازی غلام محمد اسحاقزی په خپله دنده کې دی.

هغه د طالبانو د پرله پسې مخالفتونو باوجود، خپلې دندې ته دوام ورکوي او څو اونۍ مخکې یې هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغې ځانګړې غونډې ته د افغانستان په استازیتوب وینا وکړه، چې د افغانستان د وضعیت ارزولو په موخه جوړه شوې وه.

طالبانو د هغه پرځای د خپل قطر سیاسي دفتر غړی سهیل شاهین معرفي کړی، خو ملګرو ملتونو هغه ته نه دی منلی.

د ټول شموله حکومت جوړول، له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د بشري او ښځینه حقونو تضمینول د نړۍ هغه عمده شرطونه دي، چې پر طالبانو يې د دوی د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو لپاره ایښي دي.

طالبان بیا دا شرطونه ردوي او ټينګار لري، چې هم یې حکومت ټول شموله دی، هم ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري او هم یې بشري او ښځینه حقونه تر ټولې نړۍ ښه تامین کړي دي.

له دې سره، په دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو نوی پړاو دوام لري، چې طالبان یې د ښو پایلو هیله لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په یوه وینا کې ویلي: د امریکا سفارت به انشالله زر پرانیستل شي او ورسره به نیم ساعت کې د نړۍ ګڼ نور هېوادونه هم په کابل کې خپل سفارتونه خلاص کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب