یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکرزی: روسيه نه مننه، چې افغان محصلین يې انتقال او بشري مرسته...

کرزی: روسيه نه مننه، چې افغان محصلین يې انتقال او بشري مرسته يې را واستوله

تاند:( چارشنبه، د قوس لسمه)د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له روسيه هېواد څخه په دې مننه وکړه، چې ۳۰۰ افغان محصلین یې د زده کړو لپاره خپلې خاورې ته انتقال او افغانستان سره ۳۶ ټنه بشري مرسته واستوله.

کرزي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې په روسيه کې د تحصيلي بورسونو لپاره د بریالي شويو افغان ځوانانو ليږد پر وخت او د هېواد په ګټه ګام دی.

حامد کرزي دغه راز، روسيه ته د ورغلو تازه دمه افغان محصلینو څخه غوښتي، چې په ښه توګه خپلې زده کړې مخته يوسي.

‏ښاغلي کرزي همدا شان له روسيه هېواد څخه غوښتي، څو له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د روسیې د دفاع وزارت «درې (IL-76) پوځي ترانسپورتي الوتکو د کابل په هوايي ډګر کې د بشري مرستو بار کښته کړ او له افغانستانه د کسانو د ایستلو لپاره په دغه هوايي ډګر کې انتظار دي. ټولټال ۳۶ ټنه بشري مرسته دغو الوتکو کابل ته رسولې ده.»

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر، دفاع وزیر سرګی شویګو له افغانستان څخه د روسیې د فدراسیون او د ډله ییز امنیت ټولنې د غړیو هیوادونو د ۳۸۰ نورو اتباعو او د روسیې په پوهنتونونو کې په زده کړو د بوختو افغان محصلانو د ایستلو چارې تنظیم کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب