Homeخبرونهخليل الرحمن حقاني: هېڅوک د افغانستان وېشلو ته نه پريږدو

خليل الرحمن حقاني: هېڅوک د افغانستان وېشلو ته نه پريږدو

تاند:( چارشنبه، د قوس لسمه) د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير خليل الرحمن حقاني په بدخشان ولايت کې يوې غونډې ته ويلي، چې هېڅ شخص او ډلې ته به د افغانستان د وېشلو اجازه ورنه کړي.

د کډوالو او راستنيدو نکو چارو وزارت د هغه په حواله ويلي: (( په هېواد کې د يووالي او خپلواکۍ برج بيا رغول شوی او هېڅ شخص او ياډلې ته به اجازه ورنه کړي چې افغانستان ويجاړ او ووېشي)).

د حقاني شبکې دغه مشر دا هم ويلي، چې په تېرو شلوکلونو کې د امنيت، اسلامي نظام د ټينګښت او د فساد او نفاق د له منځه وړلو په موخه جګړه روانه وه او په پايله کې يې ټاکلې موخه ترلاسه شوه.

حقاني، د ښوونځي او مدرسې ترمينځ واټن رامنځته کول استعماري دسيسه وبلله او ديني او عصري علوم يې دهېواد او نړۍ د بريا او پرمختګ دوه وزرونه وبلل.

نوموړي همدا راز بدخشان ولايت کې بشري مرستو ته لاسرسی د طالبانو د ادارې له کاري لومړيتوبونوڅخه ياد کړل او ويې ويل: چې دغه ولايت ته يې د سفر موخه د بېځايه شوو،راستنېدونکو،بېوزلو او اړمنو کورنيو د ستونزو څېړل، د مرستو جلبول او د سرپناه و جوړول وو.

حقاني د طالبانو مسؤلينو او مجاهدينوته وويل چې د صحرايي محاکمو څخه ډډه وکړئ او پرېږدۍ چې دقضيو پرېکړې عدليې او قضايي محاکمې وکړي.

د بدخشان چارواکو په دې غونډه کې ويلي، چې دا سرحدي ولايت د ګاونډيو هېوادونوسره ګډې پولې لري او د انساني قاچاق وړونکو، طبيعي پېښو او د لوږې د ګواښ سره مخ دی.

 د بدخشان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس مولوي محمد يونس جهاد مل وویل: په دغه ولايت کې يې د ( ۳) زرو بېځايه شوو د ثبت خبر ورکړ ويې ويل،چې يادو بېځايه شوو تر اوسه مرستې نه دي ترلاسه کړي.

هغه وويل، چې د سړې هوا موسم په رارسېدو او د واورې او باران په اورېدو سره به لرې پرتو ولسواليو ته غځېدلې لارې بندې شي او له تړل کېدو مخکې دې ولسواليوته د مرستو رسولو هڅې وشوې.

طالب وزير دا نه ده روښانه کړې، چې افغانستان څنګه او د چا لخوا د وېشلو له ګواښ سره مخ دی او دوی څنګه د دې کار اجازه نه ورکوي؟

3 COMMENTS

  1. د تجزیې یادول هم خرتوب دی، دغه ټالبګی په لوی لاس یوه کوني لوچک پدرام ډرتو ته اهمیت ورکوي. حقاني دې د بدخشان په ځای تورکونیو ته د افغان پوځ لیلام بند کړي که یوه ذره وطنیتوب په کې وي…

  2. که ټالبان افغانستان… اردو… تورکونیو ته بخشش کوي او عرب سری پنجابخر پښتون یې سیل کوي، بیاخو د تاجک هزاره اوزبک و ترکمن… مشروع حق دی له افغانستانه خپله حقه ټوټه جدا کړي. دوی خو تراوسه تاجکستان ایران اوزبکستان ترکمنستان ته افغانستان نه دی کباړ کړی!!!!!!!!!

  3. “خليل الرحمن حقاني: هېڅوک د افغانستان وېشلو ته نه پريږدو”

    When you change Afghanistan 3 color national flag to ideological flag, reject the universal concept of one vote per one eligible person and change the identity of Afghanistan to Emarat, ultimately it become a fifth province of neighboring country.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...