شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغان اقتصاد ته بد خبر، نا خالص ملي عوايد ۲۰ سلنه کميږي

افغان اقتصاد ته بد خبر، نا خالص ملي عوايد ۲۰ سلنه کميږي

تاند:( چارشنبه، د قوس لسمه) د افغانستان د اقتصادي او بشري ناورين د پراختيا په لړ کې دا ځل د ملي نا خالصو عوايدو د ۲۰ سلنه کمښت خبرداری ورکړل شوی.

دا خبرداری نن ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په هغه راپور کې ورکړل شوی، چې د افغانستان د ټولنیز- اقتصادي وضیعت په اړه جوړ او خپور شوی.

د دغه راپور پر بنسټ، د افغانستان کورني ناخالص عواید به د 2020 م کال له شل میلیارده امریکايي ډالرو څخه شپاړس میلیارده ډالرو ته راکم شي.

ملګرو ملتونو دا خبرداری هم ورکړی چې که بیړني اقدامات ونه شي، په راتلونکو کلونو کې به ممکن دا کمی 30 سلنې یا 14 میلیارده ډالرو ته ورسیږي.

یو این ډي پي وايي، چې د طالبانو لاس ته ورغلی د افغانستان ویجاړه اقتصادي اډانه له اوږدې مودې راهېسې د خپل نژدې څلويښت میلونه وګړو د ملاتړ توان نه لري.

د راپور په باور په افغانستان کې د سړي سر کلنی عواید په ۲۰۱۲ کال کې له ۶۵۰ امریکايي ډالرو څخه په ۲۰۲۰ کال کې ۵۰۰ امریکايي ډالرو ته راټیټ شوي او تمه کیږي چې په راتلونکي کال کې به په چټکۍ سره ۳۵۰ ډالرو ته راښکته شي.

دا ټولنیزه-اقتصادي ارزونه اټکل کوي چې د کار کولو څخه د ښځو منعه کول کولی شي ددې هېواد د ناخالصو عوایدو تر 1 ملیارد ډالرو یا پنځه سلنې پورې ددې هیواد ملي اقتصاد ته زیان ورسوي.

په راپور کې پر چارواکو غږ شوی چې د زده کړو او کار کولو د حقونو په شمول د افغان ښځو او نجونو حقونه وساتي.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې غوښتنه شوې چې د کورنیو ناخالصو عوایدو کې د را تلونکې زیان د کمیدو لپاره دې د ښځینه مرستندویه کارکونکو څخه د محدودیتونو د لرې کولو په شمول ټولې کورنۍ سرچینې فعالې کړی شي .

طالبان چې د خپل واک په لومړیو څو میاشتو کې د زیاتیدونکې بې وزلۍ، لوږې او اقتصادي بحران سره مخ دي تر اوسه یې له کوره بهر د ښځو پر کار کولو محدویتونه پر ځای ساتلي او په ډیرو ولایتونو کې له شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځي هم تړلي دي.

دوی د ملګرو ملتونو دغه راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د‌ دوی له واکمنیدو سره په افغانستان کې ژور اقتصادي او بشري ناورين رامنځته شوی او تر ۲۴ میلیونه پورې افغانان ډوډۍ نه لري.

د طالبانو رييس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند څو شپې مخکې له ملي ټلويزيون څخه په خپله خپره کړې لومړۍ غږيږه وينا کې ملت ته ويلي، چې دوی ورسره د ډوډۍ او رزق ژمنه نه وه کړې.

حسن اخوند له ملت څخه وغوښتل، چې د ده په ټکيو ( خدای ته په بغارو شي) څو ډوډۍ ورته مساعده کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب