شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغان ځواکونو د هدفي وژنو دوام، امريکا ژوره اندیښنه ښودلې

د افغان ځواکونو د هدفي وژنو دوام، امريکا ژوره اندیښنه ښودلې

تاند:( چارشنبه، د قوس لسمه) د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان هغه راپور په نړيواله کچه سختې اندیښنې رامنځته کړي، چې وايي طالبانو يوازې په څلورو ولايتونو کې د خپلې واکمنۍ په لومړیو دوه نېمو میاشتو کې تر سلو ډېر مخکيني افغان ځواکونه وژلي او نادرکه کړي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست وايي، طالبان پوهېږي چې د امریکا متحده ایالتونونه د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړیو د انتقامي وژنو او جبري نادرکۍ په راپورونه په ژوره توګه انديښمن دي.

ښاغلي ویسټ تېره شپه پر خپل ټویټر ولیکل، دوی له طالبانو غوښتي څو ډاډمنه کړي چې د بښنې په اړه خپله ژمنه په بشپړه توګه عملي کړي.

 د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي ، طالبانو يوازې په کندهار، هلمند، غزني او کندز کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو تر سلو زیات غړي یې وژلي او یا یې تري تم کړي دي.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت هم په يوه اعلاميه کې په دې اړه ژوره اندیښنه ښودلې ده.

د اعلامیې په اساس د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وسټ د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له مشرانو غوښتې دي چې د ټولو افغانانو له حقونو ساتنه وکړي، د عمومي بښنې په اړه په خپل تعهد عمل وکړي او د همه شموله حکومت لپاره نور اقدامات هم وکړي.

 د طالبانو د سرپرست حکومت مشر محمد حسن اخوند په خپله وروستۍ غږیزه وینا کې ادعا وکړه چې د طالبانو له خوا اعلان شوې بښنه په نړۍ کې ساری نه لري، هغه ادعا چې د بشري حقونو ډلې ورسره موافقې نه دي.

هغه او نور طالب چارواکي داسې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې هره ورځ اوس هم د افغانستان له مختلفو سيمو د مخکینيو دفاعي او امنیتي ځواکونو د مرموزو وژنو او ځورونو خبرونه ورکول کېږي.

له امریکا متحده ایالاتو څخه مخکې المان هم د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل کيدو په اړه انديښنه څرګنده کړې ده.

طالبانو په دې برخه کې پر ځان لګول شوي تورونه ردکړي، خو تر اوسه يې د وژل شويو ځواکونو د قاتلانو په اړه د اقداماتو او لاسته راوړنو معلومات نه دي رسنيز کړي.

د دوی منتقدین وايي که دا ځواکونه د ناڅرګندو کسانو يا حتا شخصي دښمنانو له لوري هم ووژل شي، د افغانستان د واکمنانو په توګه يې مسووليت طالبانو ته ورګرځي.

2 COMMENTS

  1. د تالب ټول اساس او بنیاد د افغانانو په وینی تویولو، څورولو او ربړولو ولاړ دی. تر ځو پوری چی د تالبانو زورواکی دوام ولری نو دافغانانو د وینی تویول او څورول به هم دوام ولری.

    تالب هغه سړیخور خامار دی چی د افغانانو په وینو او غوښو پايی اوپرته له دی ژوند نه شی کولی.

    اوس خو لا تالبانو افغانان په یو لوی زندان کی را ګیر کړی او لکه د قربانۍ د ګډورو په څیر يی چی هر کله زړه وغواړی حلالوی.

    د تالب د وحشت کارنامی د افغانانو او ټولی نړۍ د سترګو په وړاندی دی. تالب ارګ ته د رارسیدو لپاره د هرډول وحشت نه کار احستی او خپل ضمیرونه او ایمان يی په تور بازار کی په رڼا ورځ خرڅ کړی دی.

    تر ارګ د رارسیدو وروسته تالبان اوس خپل ناموس او د افغانانو ناموس په پاکستان خرڅوۍ او هره ورځ د افغانستان د بیت المال او نورو شتمنیو په پلورلو لګیا دی.

    تالبان د اسلام او انسانیت ستر دښمنان دی او په هیواد مین افغانان باید ددوۍ کرغیړنی څیری رسوا کړی او هر جنایت نه يی پرده پورته کړی.

    نړۍ هم باید ددې وحشی ځناور خبری نه بلکه ددوۍ ناروا کړنی چی د افغانانو سره يی کوی د خپلو پریکړو لپاره په نظر کی ونیسی.

  2. اوس نو ښه سوه چه لغړ طالبان به دمردارخورو پیره داران کیږی. هغه هم بیا دمړه سوی ژوندو په ګناه.
    امریکایان او ددوی بلا ګردانه خوارسوی جنبوریان ډیر خواشینی ښکاری. زه هم خواشینی یم چه هره هغه ورځ چی دملل متحد په شیطانخانو کی خبره کیږی نو ددرواغو سوړول او خواشینی اظهارات به زما وخت ضایع کوی.
    جنبوریت هم یوه بلاده چه شل کاله یی بس نسول، اوس هم زمونږ دشپی او ورځی خوبونه بوږوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب