شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ايران او افغانستان په ګډه پوله کې جنګ، ط او ايران...

د ايران او افغانستان په ګډه پوله کې جنګ، ط او ايران ضد و نقيضې ادعاوې کوي

تاند:( چارشنبه، د قوس لسمه) د افغانستان او ایران په ګډه پوله کې د نننۍ جګړې په اړه طالب چارواکي او ايرانيان ضد و نقيضې ادعاوې کوي.

دا جګړه نن له غرمې وروسته د نیمروز ولایت او ايران په ګډه پوله کې د طالبانو او ايراني پوله ساتونکو تر منځ شوې ده.

د طالبانو د حکومت یوې سرچینې وویل چې دا نښته د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ د کنګ ولسوالۍ او ایران ترمنځ پیل شوه.

طالب سرچینې همداراز وویل چې طالبانو د نیمروز ولایت له مرکز زرنج څخه کنګ ولسوالي ته کومکي ځواک استولی دی.

د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ د نښتې د دلیل په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي خو ویل کېږي چې ډزې لومړی ایراني پوله ساتو پیل کړي دي.

په هغو تصویرونو کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، طالبان له درنو او سپکو وسلو څخه د کار اخیستو په حال کې لیدل کېږي.

 د ایران سپاه پاسداران ډلې ته منسوب تسنیم خبري اژانس ويلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ ګډه پوله کې له پخوا څخه يو شمېر ديوالونه د نيشه يي توکيو د قاچاقبرو د مخنيوي لپاره جوړ شوي وو.

د تسنیم په حواله، غ ايران یو شمېر کروندګر د دغو دېوالونو شاوخوا ته په تصادفي ډول تللي، چې طالبانو پرې د ایراني ځواکونو ګومان کړی او ډزې يې پرې کړي.

دا ايراني خبري اژانس هغه اوازې ردوي، چې ګواکې طالبانو یو شمېر ایراني پوستې نیولي دي.

طالبانو په دې اړه رسما څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب