چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهفراه کې خلک د زړو افغانیو له زياتوالي شکايت لري

فراه کې خلک د زړو افغانیو له زياتوالي شکايت لري

تاند:( شنبه، د ثور څلور ویشتمه) د فراه اوسېدونکي وايي، چې په ښار کې د زړو افغانیو ( افغاني بانک نوټونو) زیاتوالي له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د دوی په وینا، په فراه ښار کې دا ډول بانک نوټونه ورځ تر بلې په زیاتېدو دي او د دوی پېر و پلور ېې ستونزو سره مخ کړی.

د فراه د صرافانو د ټولنې مشر حاجي نور احمد ویلي، چې د افغاني بانک نوټونو زړښت د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو د ارزښت کمیدو سبب هم ګرځیدلی.

نوموړي د افغانستان بانک له چارواکو غوښتي، چې په فراه ښار کې د زړو افغاني بانک نوټونو د کمښت ستونزه له منځه یوسي.

د افغانستان بانک طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ځينې نورې سرچينې وايي چې افغانستان په ټوله کې ان د جمهوري نظام له وخته د افغاني بانک نوټونو د زړښت له ستونزې سره مخامخ دی.

د افغانستان بانک یوې سرچينې تاند ته وويل، چې پرزول شوي جمهوري نظام کې د نويو افغاني بانک نوټونو د چاپ پلان و، خو د نظام له سقوط سره دا پلان عملي نه شو.

سرچینه اندیښمن دی، چې د طالبانو د واکمنۍ د نه مشروعیت له کبله به دوی د نویو افغاني بانک نوټونو د چاپ فرصت برابر نه کړای شي او له دې کبله به د افغانیو ارزښت ټیټ او افغان اقتصاد ته سخت تاوان ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب