Homeخبرونهپوهنې وزارت د ښوونکو شاوخوا ۷ زره بستونه اعلان کړل

پوهنې وزارت د ښوونکو شاوخوا ۷ زره بستونه اعلان کړل

تاند:( شنبه، د ثور څلور ویشتمه) د طالبانو د ‏پوهنې وزارت په ۸ ولایتونو کې د ښوونکو نيږدې ۷ زره بستونه اعلان کړل.

د دغه وزارت د اعلامیې په اساس، په دغو بستونو کې د تدريس تر څنګ اداري بستونه‌ هم شامل دي.

سرچینه زیاتوي: دغه بستونه د ۸ ولایتونو(هرات، فراه، غور، بادغیس، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان) اړوند دي.

له دغو بستونو څخه ۲ زره ۷۷۷ یې ښځو ته ځانګړي شوي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو ويلي، چې دغو بستونو ته د ازادۍ سیالۍ له لارې کسان جذبېږي.

يو شمير خلکو د بستونو د دغه اعلان هرکلی کړی او ویلي، چې طالبان باید هر څومره ژر د نجونو تړلي ښوونځي هم بیرته پرانیزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...