شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد هیواد پر روانو حالاتو د خبرو لپاره لویه جرګه جوړېږي

د هیواد پر روانو حالاتو د خبرو لپاره لویه جرګه جوړېږي

تاند(شنبه، د جوزا ۱۴مه) د طالبانو د حکومت رسمي خبري اژانس (باختر) په انګلیسي ویبپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت سیاسي کیسیون پر یوه پلان کار کوي چې د هیواد پر روان وضعیت د خبرو لپاره لویه جرګه جوړه کړي.

د باختر اژانس پر اساس، د اسلامي امارت سیاسي کمیسیون وايي، پر دې طرحې حاضردمه کار روان دی او په پام کې ده چې لویه جرګه په نژدې ر اتلونکې کې د سیاستوالو په ګډون په کابل کې دایره شي.

له څه مودې راهیسې طالبان د لویې جرګې خبرې کوي او په وروستیو ورځو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د طالبانو په دې وړاندیز په ترکیه کې له دېره افغان سیاستوالو سره خبرې وکړې خو هغوی د طالبانو له لوري په رابلل کېدونکې جرګې کې ګډون ته لېوالتیا ونه ښوده بلکې په حکومت کې یې د ګډون غوښتنه کوله.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وايي، په دې کار روان دی چې د لویې جرګې دایرېدا نهايي شي او چې کله دا طرحه نهايي او د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري تایید شوه، د جرګې دقیقه نېټه او ځای به وټاکل شي.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره هم یوه لس کسیزه کمېټه ګومارلې خو د کار او پرېکړې درک یې نه لګېږي.

د طالبانو اکثره کارونه په همدې ډول پر مخ ځي، حکومت یې هم سرپرست دی خو هیڅکله یې نه دي ویلي چې تر کله به سرپرست وي او کله به دایمي حکومت جوړېږي.

طالبانو د تېر کال د اګست په ۱۵ کابل ونیوه خو تراوسه پورې افغانستان اساسي قانون نه لري او هیڅوک نه پوهیږي چې چارې د کوم قانون پر اساس مخته وړل کېږي.

له بلې خوا تراوسه پورې هیڅ هیواد حاضر شوی نه دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني. حاضردمه افغانستان نه ملي بیرغ لري، نه اساسي قانون او نه هم ملي سرود. د طالبانو دا ډول کارونه د یوه دولت او هیواد په توګه د افغانستان وجود له پوښتنو سره مخامخوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب