جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهعبدالباقي حقاني: د افغانستان په تاریخ کې مې تر ټولو رڼې او...

عبدالباقي حقاني: د افغانستان په تاریخ کې مې تر ټولو رڼې او عادلانه ازموینې واخیستې

تاند (شنبه، د عقرب ۱۳ مه) د ازموینو د ملي ادارې لپاره د طالبانو د رژیم سرپرست شېخ عبدالباقي حقاني ادعا کړې، چې د دوی رژیم د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو رڼې ازموینې اخیستي او حق حقدار ته سپارل شوی.

نوموړي په یوه غونډه کې د وینا پر مهال په ځانګړي ډول د سږني کانکور ازموینې یادونه کړې او ویلي، چې د افغانستان په تاریخ کې داسې رڼه او له عدالته ډکه ازموېنه نه وه اخیستل شوې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې ازموینه کې هېڅوک ناکام شوی نه دی او ټول خلک ورڅخه خوشاله دي.

هغه دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د طالبانو منتقدان بیا د دوی ازموېنې او د ازموېنو اخیستونکي ټول په ملا محورۍ او طالبي تمایلاتو تورنوي.

د دوی په وینا، طالب مشران یا د افغانستان له تاریخ او حکومتولۍ نه دي خبر او یا په داسې څرګندونو عامه ذهنونه غولوي او د غوره والي بې اساسه دعوې کوي.

د طالبانو منتقدان له هېواده د کادرونو ورځ تربلې وتو ته په اشارې وایي، چې که طالبانو د جمهوري نظام له سیاسي قشر سره ستونزه لرله او د واک غوښتونکي وو، د واک په انحصار به یې بسنه کړې وای، نه دا چې د افغانستان د اداري نظام له ایډیالوژیک کولو سره یې پر غیر طالبو خلکو کړۍ تنګه کړې وای.

طالب چارواکي بیا داسې څرګندونې ردوي او وایي، چې لا هم ورسره په سلګونه زره غیر طالب مامورین پر دندو بوخت دي.

4 COMMENTS

  1. لږ به دې دازموينو دمعيار سپيناوى هم کړى واى چې تا ښاغلى په کوم معيار دا زمويني برابرى کړى وى بيابه دى دالويه دعوه کړى واى

  2. مهمه دا نده چی تاسی ازموینه واخیسته بلکه مهمه دا ده چی ستاسی څخه ازموینه واخیستله سی.

  3. غول دی وخوړل د چرګ ځمویه. ټول عمر یخ مړ کړې ځان دی لکه خر پیچلی دی د پنجاب جاسوسه چی شل واری ځانونه پټ کړی بیا هم خلک تاسی ښه پیژنی د خرو ځامنو ـ لعنت مو پر خمارت شه. خلک ټول تاسو حرامیانو څخه په تیښته کی دی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب