Homeخبرونهپاکستان مېشتي افغان خبریالان هېواد ته ستنولو سخت وېرولي

پاکستان مېشتي افغان خبریالان هېواد ته ستنولو سخت وېرولي

تاند (شنبه، د عقرب ۱۳ مه) له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستو د عملیاتو له دوام سره، په دغه هېواد کې سلګونه هغه افغان خبریالان سخت وېریدلي چې د طالبانو له لاسه هېواد پرېښودو ته اړ شوي او پاکستان نه نورو هېوادونو ته د تلو کېسونه تعقیبوي.

یو شمېر دغو خبریالانو چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي، تاند ته ویلي چې په پاکستان کې د استوګنې د قانوني اسنادو له لرلو سره بیا هم وېره لري چې یو شمېر نورو اسناد لرونکو افغانانو غوندې به په زوره هېواد ته ستانه کړل شي.

د دوی په وینا، اندېښمن دي چې د پاکستان د حکومت دا عملیات به طالبانو سره په همغږۍ وي او هېواد ته ستنولو سره به د طالبانو له شکنجو او زندانونو سره مخ شي.

که څه هم د طالبانو رژیم په یوه اعلامیه کې د دوی له وېرې جلا وطن شویو افغانانو ته د ډاډمن ستنیدو ډاډ ورکړی، خو د بې پولې خبریالانو د ټولنې په ګډون بېلابېل نړیوال بنسټونه د نورو خطر ځپلو افغانانو ترڅنګ د خبریالانو د هېواد ته ستنولو په تړاو اندېښمن دي.

د بې‌پولي خبریالانو ټولنه وايي، په پاکستان کې نږدې ۲۰۰ افغان خبریالانو ته له دې هېواده د شړلو ګواښ شوی دی.

دې ټولنې په یوه اعلامیه چې پرون ناوخته یې خپره کړې لیکلي، دا خبریالان د پاکستاني پولیسو له‌خوا د ځورونې، وهلو، خپل‌سرې نیولو او د کورونو د مالکانو له‌خوا له کوره د ویستو سره مخ شوي.

د بې‌پولې خبریالانو د ټولنې په اعلامیه کې په زوره د هغو افغان خبریالانو بېرته ستنول چې پاکستان ته د امنیتي ګواښونو له امله تللي، د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بلل شوې او زیاتوي، دا عمل په بشپړه توګه د منلو وړ نه‌دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې، افغانستان ته د دغو خبريالانو بېرته لېږل به د دوی ژوند له خطر سره مخامخ کړي

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې د پاکستان په حکومت غږ کړی چې د افغان خبریالانو له نیولو ډډه وکړي او تر خوا یې په پاکستان کې دې د هغوی د ساتنې او امنیت ضمانت وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کیږي یو شمېر افغان خبریالان او د مختلفو قشرونو فعالان لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي او له ستونزو ډکې بې برخلیکه شېبې تېروي.

طالبان بیا په دې اړه تورونه بې اساسه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...