یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد هرات د زلزله ځپلو شکایت؛ هېر شوي یوو

د هرات د زلزله ځپلو شکایت؛ هېر شوي یوو

تاند (شنبه، د عقرب ۱۳ مه) د هرات د وروستیو زلزلو یو شمېر ناورین ځپلو شکایت کړی چې د هوا له سړیدو سره- سره لا ورسره لازمې مرستې نه دي شوي.

د دوی په وینا، لا هم د سړکونو پر سر ویدیږي، کافي خېمې او خوراکي توکي نه لري او د مرستو ژمنې ورسره تر ډېره حده نمایشي بڼه لري.

په ورته وخت کې، د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، له هغې بسپنې څخه چې د هرات د زلزلې له مصیبت ځپلو سره د مرستې لپاره یې غوښتې وه، یوازې په سلو کې ۲۶ یې ترلاسه کړې ده.

اوچا په یوه راپور کې چې پرون یې خپور کړ ویلي دي چې د ژمي په درشل کې یې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره څه باندې ۹۳ میلیون دالره بسپنه غوښتې ده.

په راپور کې راغلي دي چې مرستندویې موسسې، په سیمه کې له اړو خلکو سره د خېمو، نغدو پیسو، خوړو، روغتیايي خدماتو او نورو برخو کې مرستې کوي.

د هرات د زلزلې د زیانونو په اړه د اوچا په دوهم راپور کې ویل شوي چې دې زلزلې له ۴۸ زرو ډېرو کورونو ته زیان اړولی چې له دې ډلې ۱۰ زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

په هرات کې د تېرې میاشتې د زلزلې په نتیجه کې له یونیم زر زیات کسان مړه او له دوو زرو زیات نور ټپیان شول.

طالب چارواکو ژمنه کړې چې عادي ژوند ته د زلزله ځپلو تر ستنیدو به دوی سره مرستو ته دوام ورکړل شي.

د هرات یوشمېر خلکو بیا طالبان تورن کړي چې ان له نړیوالو مرستو ناوړه استفاده کوي.

ویل کیږي چې د هرات د تیاتر پخوانی مدیر فریدون فکوري په همدې تړاو په ټولنیزو رسنیو کې له نیوکو وروسته طالبانو نیولی.

طالب چارواکو په دې اړه تورونه بې اساسه ګڼلي دي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب