شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهروسیه کې د طالبانو د یو شمېر مخالفانو د کیدونکې غونډې په...

روسیه کې د طالبانو د یو شمېر مخالفانو د کیدونکې غونډې په اړه د دغه هېواد د حکومت دریځ

تاند (شنبه، د عقرب ۱۳ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په دغه هېواد کې د یو شمېر افغان سیاسي څېرو د راتلونکې غونډې په اړه د روسیې د حکومت دریځ په ډاګه کړ.

نوموړې په یوه خبری ناسته کې وویل، چې یاده ناسته د روسیې د وطن پالو د عادل ګوند له لوري جوړیږي او حکومت سره کوم تړاو نه لري.

روسۍ ویاندې په عین حال کې د دغې غونډې د جوړښت په اړه نیوکه هم وکړه او ویې ویل، افغان سیاسي ډلې هم په دې اړه بېلابېلو نظرونه لري او د جوړښت په اړه یې سره سلا نه دي.

تر دې مخکې خبري سرچینو خبر ورکړی و، چې د روسیې د یوه ګوند په کوربه توب راتلونکې میاشت د طالبانو یو شمېر مخالفې څېرې په مسکو کې غونډه سره کوي.

دا غونډه تر ډېره د شمال ټلوالې د مشرانو په محوریت جوړیږي او د ملي مقاومت جبهې په نوم د یوې وسله والې ډلې مشر احمد مسعود یې ځانګړی مېلمه یاد شوی.

د غونډې د نورو مېلمنو په ډله کې له کابله د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د مصالحې عالي شورا د پخواني مشر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاسي څېرو نومونه هم لیدل شوي.

ویل کیږي، چې صلاح الدین رباني او محمد محقق له احمد مسعود سره د مخالفتونو له امله دې غونډې ته له تلو انکار کړی.

د نورو سیاسي څېرو د ورتلو په اړه هم تر اوسه دقیق معلومات نشته.

په ټوله کې د شمال ټلوالې پخواني مشران په هغو غونډو کې د ګډون ډېره لېوالتیا نه ښيي چې هغه ته د دوی د مشرۍ ورکولو هڅه پکې کیږي.

دوی باورلري، چې احمد مسعود کم عمره، کم تجربې او د دوی په ټکیو پر دوی د پنجشېر درې د تحمیلي مشرۍ دوام دی.

طالبانو دغې غونډې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د افغانستان په تړاو د دوی له ګډون پرته ناستې بې ګټې بللي.

پر طالبانو نیوکه ده، چې افراطي پریکړو، قیوداتو او د واک انحصار سره یې پر ټولو غیر طالب افغانانو د ژوند کړۍ تنګه کړې او دوی یې خپل مخالفت ته مجبور کړي.

د ځینو شنونکو په باور، دغه وضعیت ځینو هېوادونو ته د طالبانو پر ضد د خپلو نیابتي موخو لپاره د پخوانیو جنګسالارانو د بیا پورته کولو پلمه په لاس ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب