شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+ايا موږ که دوی نمک حرامه دي؟ | سعادت ستانيزی

ايا موږ که دوی نمک حرامه دي؟ | سعادت ستانيزی

ډېر زيات وخت وشو چې پۀ مختلفو رسنيو کې د ګاونډي هيواد له طرفه افغانانو ته د مختلفو حالاتو او حوادثو پۀ بنا د نمک حرام لفظ استعمالېږي. دا دردوونکی پيغور نۀ يواځې داسې خلک ورکوي چې د هغوی د علم او پوهې سطحه دومره اوچته نه ده او انسان ورڅخه ډېر ګيله نۀ شي کولای، بلکې دا خبره د داسې فورمونو، اشخاصو او حتی رسنيو څخه هم اورېدل کېږي چې ډېر غټ اعتبار لري او پۀ حالاتو او واقعاتو ژور نظرساتي.

له ډېر وخته مې زړه کې ؤه چې په دې هکله څۀ وليکم ځکه د دې ناروا او انتهايي ناجاېزې خبرې پۀ اورېدو ډېر زيات دردېدلم خو بس نۀ وم توانېدلای چې داسې وکړم. زه حيران په دې يم چې هغه متل دی چې وايي هم بوره هم بدنامه، هم مو وطن وران او تباه شو، هم بې کوره او درپه در شوو، هم مو لکونه شهيدان ورکړل، هم مو لکونه کونډې رنډې او يتيمان وليدل او هم اوس په دغه ډول پيغورونو نازول کېږو. خدای شته انسان ډېر زيات زورېږي
د ډېرې اوږدې ليکنې توان نه لرم خو لاندې ځينې موارد هغو اشخاصو، رسنيو او ادارو ته ور پۀ زړه کوم او وريادوم  چې افغانان نمک حرام بولي:ا

ايا همدې افغانانو تاسو له روس څخه ونۀ ساتلئ؟

ايا همدا افغانان تاسو مهاجر او خپل ځانونه انصار نۀ ګڼل او نۀ مو ويل چې جهاد افغانستان دفاع پاکستان؟

ايا د همدې افغانانو په سر تاسو له ټولې غربي او عربي نړۍ څخه ميلياردونه ډالر وا نۀ خيستل؟

ايا همدې افغانانو ستاسو پۀ شيطانۍ خپل ګل وطن وران نه کړ؟

ايا همدا افغانان تاسو د اسلام پۀ نوم ونۀ غولول؟

ايا د همدې افغانانو د هجرت پۀ موده کې پاکستان د سرو او سپينو خاوند نۀ شو او د اتوم بم په شان وسله يې جوړه نه کړه؟

ايا همدې افغانانو ستاسو د هيواد په ابادۍ کې ډېره برخه وانۀ خيسته؟

ايا همدا افغانان تاسو د پسونو په شان جنګونو ته ور ټيل نۀ وهل او په لکونو شهيدان نۀ شول؟

ايا ضياالحق همدا افغانان پۀ اوو تنظيمونو ونۀ ويشل او د افغانانو له صداقت او ايماندارۍ څخه يې غلطه استفاده ونه کړه؟

ايا همدا افغانان تاسو لوڅ د پيسو پۀ خاطر خارجيانو ته حواله نه کړل؟

ايا د پيسو په خاطر تاسو ټولې دنيا ته اډې ورنه کړې تر څو افغانستان بمباري کړي؟

ايا د ټولې دنيا څخه افراطيان تاسو افغانستان ته را نۀ وستل؟

ايا دا افغانستان تا سو د پيسو په خاطر پۀ  ځلونو پۀ کافرانو او مسلمانانو دواړو خرڅ نه کړ؟

ايا مريضان، د کنسر ناروغان، ميندوارې ښځې، سپين ږيري او ماشومان ستاسو د فاسدو پوليسو د رشوتونو او نورو قسماقسم بې عزتيو ښکار نۀ شول؟

ايا کوم ماتم، ظلم او جبر دی چې ستاسو له لاسه پر افغانانو را ونۀ لوېده؟

حقيقت همدا دی چې د کفارو له لاسه له موږ سره دومره ظلم نه دی شوی څومره چې زمونږ د نزدې ګاونډي له لاسه وشو.

د رب پۀ خاطر لږ خپل ګريوان کې سر ټيټ کړئ. منو چې ستاسو هيواد کې مونږ ژوند وکړ، عامو خلکو خصوصآ  ميړنيو پښتنو ولسونو مونږ ته ډېره مينه راکړه او خپله د خولې مړۍ يې راسره نيمه کړه نو په دې خاطربه يې مونږ د قيامت تر ورځې احسانمن يو، خو د پاکستان دولت او جاسوسي ادارو يې له شا څخه په چړو ووهلو.

کۀ دوی د کرکیټ لوبه و بايلي، وای افغانان نمک حرامه دي، کۀ مونږ په خپلو کاميابيو خوشحالي کوو، وای افغانان نمک حرامه دي، که له خپلو ځينو نورو ګاونډيانو سره په دې خاطر دوستي کوو چې مونږ سره د ژوند په مختلفو برخو کې کومکونه کوي او زمونږ پۀ ابادۍ او سوکالۍ کې مرسته کوي، نو وايي افغانان نمک حرامه دي، که څوک ښکته وګوري نو افغانان نمک حرامه دي، کۀ څوک پورته وګوري نو وايي افغانان نمک حرامه دي، کۀ څوک د ګاونډي هيواد له منافقت څخه شکايت وکړي نو وايي افغانان نمک حرامه دي. اخير دا څنګه چل دی چې  څلويښت ميلیوني هيواد ټول نمک حرامه دی او تاسو چې د دې نړۍ هر ډول رزالت کوئ نو تاسو نمک حلاله ياست؟

تاسو خو زمونږ د کليمې ورونه ياست، تاسو سره مونږ يو شان کلتور او عنعنات لرو، مونږ ټول د يو پرودګار په وحدانيت باور او عقيده لرو. اخر څۀ داسې مسايل دي چې د هغو په علت مونږ ستاسو مخالفت شوو؟ هغه ساده لوحي افغانان هم نن ستاسو سرسخت مخالف دي چې نۀ پۀ سياست خبر دي او نۀ د دنيا په مسايلو. لږ خو تاسو هم پدې مسايلو او علتونو يې فکر وکړئ او سر پرې خلاص کړئ. دا خو بيخي ناروا او نا مناسبه ده چې تاسو د خپل بام ټولې واورې د مظلومو افغانانو په بامونو ور اچوئ. د خدای ج نيول ګوره هم شته او د رب په دربار کې هغه ستاسو په اصطلاح دير شته خو اندهېر نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب