شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+غمی | سیدمنتظرشاه هاشمي

غمی | سیدمنتظرشاه هاشمي

د کاکا زوی مې چې په عمر کې را سره نږدې دی، پرون یې راته په ټېلیفون کې یوه فلکوریکه کیسه وکړه؛

وايي چې پخوا زمانو کې کوم چا کور جوړاو، د کور ودانول یې کوم خټګر ته سپارلي وو، چې یو ځل یې وران کړي، ویې سپړي او خاوره یې له دې ځایه کومې بلې خواته یوسي او بیا به یې د نوې ودانۍ پر جوړولو غور وکړي. خټګر شوقي سړی و، د خپل خره غاړه کې یې د ګینګړېو، غاړه کۍ اچولي وې، نو چې خر به پر لاره روان و، له ورایه به یې ګونګري شرنګېدل، له شرنګا به یې بیا خټګر یو بل ډول خوند اخېست.

خټګر لګیا دی کور راسپړي او خاوره راباسي، په خر یې باروي، ټاکلي ځای ته یې وړي. هر ځل چې خرکار راوګرځي، بیا نوره خاوره را سپړي، روسته خر بیا باروي او د خر د تګ راتګ تنسته سر پر سر روانه وي. دا ځل چې خاوره را سپړي، د سپړلو پر مهال له خاورې یو ښکلی غمی راوځي. غمی را اخلي او خره ته یې د ګینګړو سره یو ځای په غاړه کې اچوي. د غمي کمال دا و، کله به چې غمی کومې رڼايي ته مخ شو، ډول، ډول رنګینې رڼاوې به ترې خپرې شوې. اوس نو د ګونګرېو تر څنګ د خره له غړۍ رنګینه رڼا هم خپرېږي. دې کار سره د خرکار، کاري تلوسه نوره هم زیاته شوه.

له ورځو یوه ورځ پر دې لاره، کوم زرګر تېریږي، ګوري چې د خره په غاړه کې د ګینګړو تر څنګ یو ښکلی غمی برېښي، چې رنګینه رڼاوې ترې خپرېږي، کله کله غمی یو بل شان ځلا هم کوي چې د سړي نظر ځانته را اړوي. زرګر چې غمی ولید په فکر کې ولوېد چې دا غمی او خټګر!

له خټګره د غمي د تر لاسه کېدو سوچ ورسره پېدا شو. له فکر روسته یې د خټګر سره خپله لاره شریکه کړه، نور نو دواړه ښه په تاوده مجلس خپله لاره لنډوي، زرګر په دې اند دی چې د خټګر پام ځانته څنګه را وګرځوي او غمی څنګه تر لاسه کړي. نو یې د خره د ګونګرو ستاېنه پېل کړه او د غمي په اړه هېڅ علاقه نه ښيایي. د خبرو په ترڅ کې یې د خره غاړې ته ور نږدې شو او خرکار ته وايي چې یاره دا رڼا د څه شي ده.

خرکار وايي چې نور نه پوهېږم خو له هغې ورځې مې چې دا غمي په خاورو کې موندلی او د خره په غاړه کۍ کې مې اچولی، له غاړې یې رڼا خپرېږي. زرګر خټګر ته ووېل؛ هلکه خر دې ډېر ډنګر دی، لکه چې څوری او توښه یې کمزوری دی. خرکار د زرګر خبره تاید کړه او ویې ویل چې دومره شته نلرم چې خر اباد وساتم. زرګر ورغاړې ته شو، ورته یې ویل چې، د دې خره په غاړه کې دا ښکلی ګینګړی نه پلورې، هم به دې د خره څوری وشي او هم به د څو روپېو خاوند شي.

خټګر ووېل، هو، هغه مې په خاورو کې وموند، پلورم یې، د خره اذوقه خو به پرې وشي.

زرګر، خرکار ته ووېل، ښه نو په څو یې پلورې؟

خټګر چې د غمي په ارزښت نه پوهېده او یا به په هغه زمانه کې لس افغانۍ ډېره پانګه وه زرګر ته یې وویل یه لس افغانۍ !

زرګر له خټګر څخه غمی پېرود، معامله وشوه، د خونده ور مجلس لړونه په همدې ځای کې وشلېدل او زرګر ولاړ.

کله چې کور ته ورسېد، غمی یې په تېزابو پاک کړ، په پستو ورېښمو کې یې ونغاړه، بیا یې مالوچو کې تاو کړ او په یو قیمتي ډبلي کې یې کېښود، له ځانه سره یې وویل چې غمی د نړۍ پر مخ بې جوړې دی، ګوندې کله یې ښه بازار وموند نو و به یې پلوري او د کلونو لوږه تنده به دې ماته کړي.

شپې ورځې تېرېدې، څه چې زرګر غوښتل همداسې وشول، نامتو زرګر، مخکې له دې چې غمی بازار ته راوړي، ماهرینو ته یې په غیب کې ور وپېژاند. غمی په بازار کې په ډېر لوړ قېمت بولۍ ته وړاندې شو. بولي روانه وه او بولي مارو له زرګره د غمي وار پر وار پوښتنه او غوښتنه کوله.

په وروستۍ بولۍ کې زرګر کورته لاړ او غمی یې له هغه ځانګړي ځای څخه را واخېست. په ډېر هنر سره یې ډبی پرانېست، ورېښم او مالوچ یې له غمي لرې کړل، ګوري چې غمی په منځ کې دوه پړقه شوی دی، زرګر ډېر وارخطا شو، هغه خوا، دې خوا یې وکتل، له ځانه سره یې ووېل، نه، دې ځای ته څوک راغلي او نه، ډبي کومه ضربه لیدلې خو غمی په منځ چاودلی دی. حتما دې کې څه راز شته.

زرګر غمي ته بې دمه شان ودرېد، زغم یې له لاسه ورکړی و، هغه هیلې چې د غمي پورې یې تړلې وې اوس په سیند لاهو شوې وې، نه پوهېده چې څه ووايي. وايي چې په پخوا زمانو کې به شیانو خبرې کولې، چې د انسانانو اړتیا به پېښه شوه، بیا به یې له څیزه پوښتنه وکړه چې د پېښې ځواب تر لاسه کړي..

زرګر هم غمي ته وویل؛ چې له خرکاره مې واخېستې، په تېزابو کې مې ومینځلې، ستا له مخ او تنې مې دوړې او ټول ناپاکه شیان لرې کړل، ته مې په ورېښمو کې ونغاړلې، په مالوچو کې مې تاو کړې بیا مې په ډبي کې کېښودې، ستا مې څومره قدر وکړ، اوس چې وخت د ګټې راغی، دادی ته دوه پړکه شوی یې.

وايي؛ سره له دې چې غمی چاودلی و، خو په منځ کې ښکلا یې لکه د ملغلرو د دانو په شان ښکته پورته ځغلېده، کله به یې چې وغوښتل چې د زرګر ځواب ورکړي، یو ځل به یې ښکلا لکه نهیلې اوښکه راټوله شوه، غرېو به ونیو، زرګر ته به بې خپل ځواب د اوښکو په چوپتیا کې بیان کړ. وايي؛ د زرګر پوښتنه څو ځلې تکرار شوه، په تمه و چې له غمې د پوښتنې رټ ځواب تر لاسه کړي. خو غمی په زړه مات و، په اسانۍ سره یې خوله ځواب ته نه راټولېده، په پای کې غمی په خبرو راغی زرګر ته یې وویل؛

له خرکاره مې ګیله نه وه، هغه زما د ښکلا سره نه و بلد، زه یې نه پېژندلم، هغه ته زما ارزښت نه و مالوم، لا یې کور ودان چې له خاور یې راپورته کړم او تر تا یې راورسولم. خو له تا مې ډېره ستره ګیله ده، تاته مې ښکلا مالومه وه چې زه د نړۍ د ټولو ښکلو خوښ وم، تاته پته وه چې اصیلتوب مې جوړه نه درلوده، په نجیبه کاڼو کې منلی او نامتو وم، ته زما په ماهیت او ارزښت پوهېدې، نو تا د دومره پوهې سره، سره چې زما په اړه دې لرله، ارزښت مې درمالوم و، زه دې په لس افغانېو وپېرلم. نو ستا بې انصافه پرېکړه او قضاوت مې ونشو زغملای، سوز شوم، وخوږېدم له ډېره درده مې زړه وچاود او دوه پړکه شوم. هو، د پوهو خلکو ناسم قضاوت دردونه زېږوي چې پاېله یې د یو اصیل موجود د زړه د چاودون لامل ګرځي.

۲۰/۸/۱۴۰۱

کابل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب