Homeخبرونهپاکستان ته د ملا یعقوب خبرداری؛ هومره وکرئ چې رېبلی شئ، حالت...

پاکستان ته د ملا یعقوب خبرداری؛ هومره وکرئ چې رېبلی شئ، حالت خطرناک لور ته مه بیایئ

تاند (جمعه، د عقرب ۱۲ مه) د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستي چلند ته په توند غبرګون کې دغه هېواد ته خبرداری ورکړ، چې د خپلې دغې پریکړې پایلې وسنجوي.

نوموړي په یوه غږیز پيغام کې پاکستان ته ویلي: هومره وکرئ، چې رېبلی شئ، داسې کړنې مو حالت خطرناک لور ته بیایي.

د طالبانو دفاع وزیر دغه راز د پاکستان حکومت ته د « رژیم » اصطلاح کارولې، چې د نه په رسمیت پېژندلو مانا ورکوي.

هغه له یوه لوري د افغان کډوالو د اېستو مخالفت وکړ، خو په عین حال کې یې غوښتنه وکړه چې پاکستان دې دغو کډوالو ته د خپل هېواد د باعزته ستنیدو زمینه برابره کړي.

پاکستان د ملا یعقوب خبرداري ته غبرګون نه دی ښودلی.

پرون د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارواکو او نن یې د دفاع وزیر ترڅنګ د رژیم رئیس الوزرا پر پاکستان نیوکې وکړې.

د طالبانو منتقدان بیا نیوکه کوي، چې دوی ولې افغان کډوالو ته د پاکستان د خبرداري له پيله دیپلوماتیکې هڅې ونه کړې.

د دوی په باور، پاکستان افغان کډوالو ته ۲۸ ورځې مهلت ورکړی و، چې مهلت یې د تېرې میلادي میاشتې له پای ته رسیدو سره پای ته ورسېد او اوس طالب چارواکي د خبرو غوښتنه کوي.

پاکستان افغان کډوال په دغه هېواد کې د ترهګریزو پېښو په سمبالولو او نورو ناقانونه کړنو تورن کړي، خو طالب چارواکو او کډوالو دا تورونه بې اساسه ګڼلي دي.

پر افغان کډوالو د پاکستان د ظلمونو له دوام سره، سلګونه زره دغه کډوال خپل هېواد ته په ستنیدو مجبور شوي او ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

 

2 COMMENTS

  1. د طالبانو ټولو مشرانو د نجس تش په نوم ملک پر ضد ښه بیانونه ورکړیدې, دا دناپاکستان پر ضد په ملي روحیه کې دژوري تبدیلي علامات دې, مننه ورڅخه کوو

  2. خپل وطن ته د افغان کډوالو راستنېدل ښه کار دی ، خو دا پروسه باید باعزته او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې تر نظر لاندې د افغانستان او پاکستان د هېوادونو د استازو په حضور کې سرته ورسیږي .
    اما د پنجابي پوځیانو یو طرفه پرېکړه او هغه هم په داسې وخت کې چې سوړ ژمی راروان دی ، خصوصا د افغانستان اکثرا سیمې چې هلته غذایی او سونګ مواد باید د ژمي له رارسېدو مخکې ذخیره او ځای پرځای شي ، د کډوالو له ژوند سره لوبې کول دي .
    د افغانستان د خارجه چارو وزارت ته لازمه ده چې د ملګرو ملتونو او خصوصا د IOM له سازمان سره په دې هکله اړیکې ونیسي تر څو له پاکستانه د مهاجرو په راستنولو کې انعطاف وکړي . دا پروسه باید تدریجي ، با عزته او د دغو سازمانو له اقتصادي همکاریو سره یوځای پرمخ بوتلل شي .
    شاهین افغان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...