شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخوند پاکستان ته؛ که موږ سره ستونزې لرئ خبرې به...

ملا حسن اخوند پاکستان ته؛ که موږ سره ستونزې لرئ خبرې به وکړو، کډوال مه ځوروئ

تاند (جمعه، د عقرب ۱۲ مه) د طالبانو د رژیم رئیس الوزرا ملاحسن اخوند تر هغې وروسته، چې پاکستان په زوره د افغان کډوالو د اېستو لپاره خپل عملیات شدید کړل، دغه هېواد ته په خطاب کې وویل چې که د دوی رژیم سره ستونزه لري، خبرې دې ورسره وکړي او په وینا یې، زور دې له افغان کډوالو نه وباسي.

نوموړي په یوه ځانګړې وینا کې دا هم وویل، چې پاکستان دې په عزت دغو کډوالو ته د ستنیدو وخت ورکړي.

هغه په عین حال کې د افغان کډوالو د شتمنیو پر ضبط نیوکه وکړه او پوښتنه یې وکړه، چې دغه هېواد د کوم قانون په اساس د افغان کډوالو شتمنۍ ضبطوي؟

د طالبانو منتقدان بیا نیوکه کوي، چې دوی ولې افغان کډوالو ته د پاکستان د خبرداري له پيله دیپلوماتیکې هڅې ونه کړې.

د دوی په باور، پاکستان افغان کډوالو ته ۲۸ ورځې مهلت ورکړی و، چې مهلت یې د تېرې میلادي میاشتې له پای ته رسیدو سره پای ته ورسېد او اوس طالب چارواکي د خبرو غوښتنه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې پاکستان د کډوالو د موضوع تر شا نورې موخې لري، خودغه موخې یې په ډاګه کړې نه دي.

پاکستان افغان کډوال په دغه هېواد کې د ترهګریزو پېښو په سمبالولو او نورو ناقانونه کړنو تورن کړي، خو طالب چارواکو او کډوالو دا تورونه بې اساسه ګڼلي دي.

پر افغان کډوالو د پاکستان د ظلمونو له دوام سره، سلګونه زره دغه کډوال خپل هېواد ته په ستنیدو مجبور شوي او ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب