شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملا متقي: پاکستان د کډوالو د مسئلې تر شا نورې موخې لري

ملا متقي: پاکستان د کډوالو د مسئلې تر شا نورې موخې لري

تاند (جمعه، د عقرب ۱۲ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وایي، چې پاکستان د کډوالو د مسئلې تر شا نورې موخې لري.

د متقي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې نوموړي د ملګرو ملتونو د سرمُنشي له ځانګړې استازې او د يوناما مشرې، روزا اتونبايوا سره د لیدنې پر مهال دا خبره کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د پاکستان له خوا له جبري را اېستل کېدونکو افغانانو سره د ياد هېواد د امنيتي دستګاه د ناسم چلند، د افغانستان د حکومت او نړيوالو له خوا له راستنېدونکو سره د لنډمهالو او اوږدمهالو مرستو په اړه تفصيلي خبرې وشوې.

مولوي متقي وویل چې د پاکستان د حکومت له خوا د را اېستل کېدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کېږي، نغدي شتمنۍ يې په زور اخيستل کېږي او د منقولو شتمنيو، ټرانسپورټي وسايلو او ان څارويو د وړلو اجازه نه ورکول کېږي.

متقي زیاته کړه چې په زرګونو کسان په عبوري نقطو کې د غيرموجه دلايلو له کبله د هر ډول اسانتياوو او خدمتونو پرته په شپو، شپو په یخ کې تر شنه اسمان لاندې انتظار ته اړ اېستل کېږي.

نوموړي وويل چې پاکستان له بشري موضوعاتو او کډوالو څخه د بېلابېلو موخو لپاره د ګټې اخيستلو هڅه کوي او په دې برخه کې حتی د خپل ولس او خپلو سیاسیونو او کار پوهانو خبرو او نظریاتو ته هم غوږ نه نیسي.

دغه طالب وزیر د افغان کډوالو په اړه د خپل رژیم د چمتووالي هم ویلي او له نړیوالو سازمانونو یې په دې برخه کې زیاتو مرسته غوښتنه کړې ده.

ورته مهال د يوناما مشرې روزا اتونبايوا، په خپلو خبرو کې وويل چې دوی وضعيت له نږدې څاري، اړوندې ادارې يې د مرستې له پاره په ساحې کې موجودې دي او په دې اړه به د نړيوالو د پام را اړولو او مرستو را جلبولو له پلوه خپلو هڅو ته ادامه ور کړي.

 

4 COMMENTS

  1. دا خو معلومه ده چی پاکستان نوری موخی لری پاکستلن دا څلویشت کاله زمونږ تش په نامه غله مشران لکه فاحشه ښځه ګډولی دی او اوس پاکستان ته تاسو طالبانو داسی موخه برابره کړی چی په کابل ارګ کښی پنجابیان درته کښنولی دی معلومداره خبری هغه دی سپی حمیدګل د زوی راتګ وه چی تاسو ته یې په ارګ کښی اخطارونه درکړل او یو بوتل یې په نوم د ملا حسن په نوم حاکم کړو

  2. خپل وطن ته د افغان کډوالو راستنېدل ښه کار دی ، خو دا پروسه باید باعزته او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې تر نظر لاندې د افغانستان او پاکستان د هېوادونو د استازو په حضور کې سرته ورسیږي .
    اما د پنجابي پوځیانو یو طرفه پرېکړه او هغه هم په داسې وخت کې چې سوړ ژمی راروان دی ، خصوصا د افغانستان اکثرا سیمې چې هلته غذایی او سونګ مواد باید د ژمي له رارسېدو مخکې ذخیره او ځای پرځای شي ، د کډوالو له ژوند سره لوبې کول دي .
    د افغانستان د خارجه چارو وزارت ته لازمه ده چې د ملګرو ملتونو او خصوصا د IOM له سازمان سره په دې هکله اړیکې ونیسي تر څو له پاکستانه د مهاجرو په راستنولو کې انعطاف وکړي . دا پروسه باید تدریجي ، با عزته او د دغو سازمانو له اقتصادي همکاریو سره یوځای پرمخ بوتلل شي .
    شاهین افغان

  3. د تا خو هلته کوني ورور د ای ایس ای جنرال ده اورته یې درنه یرغمل نیولې ته موزي مرتد ملحد خو هلته تجارت کوې ستا د ښځه د جناح فرنګي د لمسي وغیم 😡🐖🤮🫏

  4. په دي راستنیدونکو کډوالو کي اکثریت د پاکستان د پوځ او استخباراتو پاکستاني پښتانه راستول کیږي او غواړي چي د ملل متحد لخوا هم ورته کورونه جوړ شي او هم ورسره نوري مرستي وشي او په تدریج سره افغانستان د پاکستان لخوا د همدی مهاجرو لخوا اشغال او په آینده کي له افغانستانه شمالي ګاونډیانو، قفقاز او بلاخره روسیی او همدا رنګه ایران او چین ته سرخوږی جوړ کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب