جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د کډوالو راستنيدل او د کډوالۍ لاملونه ختمول

د کډوالو راستنيدل او د کډوالۍ لاملونه ختمول

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

تقريباً پنځه لسيزې مخکې د خپلو او پرديو لخوا په موږ باندي د تپل شويو  مصيبتونو له امله ډيرى افغانان له هېواد څخه کډه شوي او عمدتاً په پاکستان کې مېشت دي. ددغه هېواد بيوروکراسي، سياسي او مذهبي ګوندونو او امنيتي ادارو  په ګډه د کډوالي له لمړۍ ورځي څخه تر نن پورې د افغانانو له شتون څخه سياسي اقتصادي او امنیتي ګټې پورته کړي، خو اوس داسې ښکاري چې دغه کډوال هغوى ته نور د لنګې غوا ظرفیت نلري چې شيدې ورکړي، بلکې خولې ته يې تياره پخه ډوډۍ ګڼل کېږي. کله چې يې ستراتیژيک عمق ايجابوله، نو ورڅخه يې ښه ډيره ګټه پورته کړه او همدغه کډوال بيچاره ګان يې په مختلفو عنوانونو او نومونو په مختلفو مارکيټونو کې د سوداګريزو ابزارو په توګه وکارول.  په دغه شان هېوادونو کې د ميشتو کډوالو لپاره تر هر څه وړاندې باید له کوربه هیواد څخه د وتلو اراده، اندېښنه او هوډ شتون درلوداى خو متأسفانه زموږ ډيرى هيوادوال په درانه خوب ويده مخلوق وو.

موږ ټول وايو  چې پاکستان د افغانستان دوست هېواد نه دى.  هر وخت يې په غولوونکو عنوانونو او د دروغجنې ورورولي په دعوو زموږ له مجبوريتونو، اړتیاو او مصيبتونو  څخه ناروا ګټه پورته کړي ده. اوس پوښتنه داده چې موږ ولې په ښکنځلو سپکو او سپورو ويلو باندي بسنه کوو او لا مو هم د خپلو نيمګړتياو د له منځه وړلو لپاره د عمل په ډګر کې هيڅ نه دي کړي؟ د دومره اوږدې مودې لپاره مو د بې رحمه ګاونډيانو په کور کې نه يوازې دا چې پناه اخیستلو ته زړه ښه کړ، بلکې د هميش لپاره د اوسيدو تلوسه زموږ د کډوالو وروڼو ساده توب نه وو؟ زموږ حکومتونو او همدغه شان په پاکستان او ايران کې ميشتو کډوالو ولې لسيزې د مخه  له دغه هېواد څخه خپل هېواد ته د ستنېدلو لپاره اړين ګامونه پورته نه کړاى شول؟ ولې ولس او حکومتونو هر وخت له پاکستان او ايران څخه په پرله پسې توګه د وخت غوښتلو او ورورولي پاللو لپاره په جرګو او مرکو بسنه کوله؟ ولې موږ ته له لسيزو تيريدو سره سره د پاکستان اوسنى چلن ناڅاپه، بېوخته او غيرمترقبه ښکاريږي؟

زموږ حکومت او کډوالو باید لا دمخه هېواد ته د راستنيدو لپاره ذهناً او جسماً تياري درلوداى او افغان حکومتونو هغه ټول عوامل له منځه وړي واى چې د افغانانو د کډوالي لامل ګرځي. زموږ کډوال وروڼه هم باید پوه واى چې پردي کټونه له نيمايي شپو پورې وي او يوه ورځ به حتماً له پردۍ خاورې څخه وتلو ته مجبوريږي او دا چې له لسيزو وروسته په پردي هېواد کې له خورا زياتو تکليفونو وروسته خپل جوړ شوى کور پريښودل او په خپل هیواد کې له سره بيا په عادي ډول د ژوند پيلول ستونځمن کار دى.

له دې سره سره چې د کډوالو د جبري را ليږلو په برخه کې د موجوده افغان حکومت ځينې لندمهاله او عاجل اقدامات ستايم، خو باید ووایم چې؛ که د پاکستان د حکومت وروستى اقدام د دوستي، ښه ګاونډيتوب، اسلامي اخوت او د ټولو نړيوالو قوانينو او پرنسیپونو سره په ټکر کې قرار لري، نو ايا اوسني نظام د کډوالي د لاملونو د له منځه وړلو په برخه کې عملاً ګامونه پورته کړي دي؟ ايا د ټول بښنې فرمان د عمل په ډګر کې هر ځاى او په هره برخه کې عملي شوى دى؟ ايا په زده کړو باندي بنديز د ښې حکومتولي له شاخصونو، اسلامي اصولو او نړيوالو قوانينو او مقرراتو سره په ټکر کې نه دى؟ ياد ولرئ چې ننداره ييزې کړنې ښکنځل ترانې او شعارونه نه، بلکې عملاً د کډوالي د لاملونو د ختمولو په هکله ګامونه پورته کول زموږ اساسي اړتيا ده.

له دې سره سره چې د افغانستان د اوسنى حکومت په وړاندې د نړيوالو اقتصادي بنديزونو او سياسي انزوا له امله د کډوالو د راستنيدو په برخه کې له اړونده نړيوالو اورګانونو او له نړيوالې ټولنې سره د همغږي په رامنځته کولو کې خنډونه او ستونځې شتون لري، خو دا چې له پاکستان څخه د کډوالو جبري ايستل انساني ناورين رامنځ ته کوي او په تاريخي لحاظ اوسنى حکومت له پاکستان سره نزدې اړيکې لري، نو يقيناً ويلاى شو چې د  کډوالو د اوسني تراژيدي د مخنیوي او يا هم کمولو په برخه  کې زموږ د بهرنیو چارو او د ستنيدونکو کډوالو د وزارتونو مرموزه چوپتيا، د مصلحتونو پربنسټ وي او يا هم وظيفوي غفلت، د حيرت او د تأسف وړ دى. دواړو بنسټونو د  مسئوليت له مخي باید لا د مخه د اړونده نړيوالو اورګانونو په ملتیا له پاکستان  سره په دغه تړاو رغنده او پريکنده ناستې تر سره کړي واى او اقلاً د کډوالو د راستنولو لپاره يې له پاکستان او نړيوالو اورګانونو سره د همغږي له مخي د کډوالو د راستنيدو لپاره پلان ترتیب کړى واى خو داسې هيڅ ونشو.

د هيڅ ډول شک او تردد ځاى نشته چې زموږ د هېوادوالو راستنيدل، د ګاونډيانو  له شر څخه د نجات لاره ده، خو دا هم خورا اړينه ده چې د هېواد د پريښودو لاملونه لکه د انجونو په زده کړو باندي بنديز له منځه وړل، د غربت ختمولو لارې چارې لټول، په ځوان نسل کې د محروميت احساس ختمول، د ګمارنو په برخه کې تبعیضي چلن ته عملاً د پاى ټکى ايښودل، ټولنيز عدالت پلى کول،  بشري حقونه رعايتول او له نړيوالې ټولنې سره د متقابل درناوي او د خپلو ارزښتونو چوکاټ کې اړيکې جوړول اړين دي؛ تر څو په راتلونکې کې هيڅ افغان کډوالي ته اړنشي او د ګاونډيانو رحم او کرم ته د پناه وړلو اړتیا احساس نکړي.

که د مشرتابه په برخه کې د وړتيا اهليت او مديريت ستونځه ونلرو، او په جنګي بنيادونو او عاجله توګه داسې ګامونه پورته  شي چې اقلاً د کډوالو عمده ستونځې حل او د کډوالي ستر لاملونه له منځه لاړ شي، کډوال په خوندي ځايونو کې ميشت شي او په نړيواله کچه د تجربه لرونکو او مسلکي افرادو چوپړتياوې ترلاسه شي. نه يوازي داچي د ګاونډيانو د نورو احتمالي فشارونو مخنيوي به وکړاى شي بلکې متقابلاً به يې په وړاندې مناسب غبرګون هم وښودل شي. البته دغه کار اسانه او د اوسني حکومتي جوړښت له ظرفیت څخه بهر دى. که اړين اصلاحات رامنځته شي نو داسې ډير کره موارد شته چې هر ظالم ګاونډى په نړيواله کچه د مشروع او کاملاً ديپلوماتيکو لارو څخه له فشارونو لاندې راتلاى شي.

متأسفانه له پاکستان څخه راستنيدونکو کډوالو ته د ټولو ممکنه اسانتیاو برابرولو دنده څنګه چې لازمه وه ترسره نشوه. اوس موږ ټول د ترسره شوي عمل په مجرى کې قرار لرو او اوبه له ورخه تيريدې.  اوس عذرونه زارئ او واويلا ګټه نه کوي. اړتيا داده چې افغان حکومت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې راستنو شويو کډوالو ته د اړينو لمړنيو اسانتیاو په برابرولو او د هېواد پريښودلو د عواملو په له منځه وړلو باندې تمرکز وکړي. له دې څخه هم ورهاخوا اړونده دولتي اورګانونه له نړيوالې ټولنې سره په همغږي باید هڅه وکړي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو شتمني په خوندي توګه هېواد ته را وليږدول شي او دلته ورته اړينې اسانتیاوې او تشويقي پلانونه برابر شي.

4 COMMENTS

  1. سلامونه،
    د ورور وحید په تایید
    اصلاٙٙ خو د کرزي اوغني +-عودلا د امریکن کابینو د (مهاجرینو او عودت کڼنده ګان )وزارتونو لکه د ( وزارت ضد مواد مخدره!!) د خپلو دندو ضد کار کاوهء او وزیر مزیر ېې بودجې خپل اکوڼټونو ته انتقالولې ؛ هغه یو څو کورنۍ یا کسان به چې له تورخم ؛بولدک یا شهیدانو ډڼډه اوړي کې رآوښتل یو دوه کړکۍ، کومه ګیلنه او پلاستیکي فرش به د کومې موسسې له خوا ورکول کیده ، ژمي ته به مجبورن بیرته تلل!! ؛نه به چا کور جوړوه نه اور!!
    له ایران نه هم حالت له دې بهتره نه و او نه دی. ثقیل کارونه په افغانیانو تر سره شوي ؛ لاکن اجرت ېې نه دی ورکړل سوی؛ مګر میډیا کې به خبرونه تیریدل او د بیت المال او موسساتو دارایۍ هیف ومیل او بهر کې پرې شهرکونه ابادیدل.
    -اَ اِ ا باید زیاتي پر ۵ مخو پنجابیانو او ګوډاګیانو پر خبرو،تشو وعدو او اوتو بوتو ونه غُلیږي: څه ې چې ویلي په عمل کې ېې برعکس هغه څه کړي چې دا ۵۰ کلن ناورینونو ډیري د دوی له لاسه او مفسدو فاسقو افغان هکومتونو له لاسه دي.
    -د ولس اولیه اهتیاجات تر وسې وسې پوره کړل سي او د پاتې افغانانو د عزت، ناموس، سر او مال ګرانټي وشي؛ کنه پروژه يي پوکسټین !!! هر ې کوسمادرئ ته لاس اچوي او شرم، حیا او اسلام نلري…

    • د داکتر ساپی خبره بوکستن په رنا ورځ خدای ج وشرماوه انشاء الله دمظلوم ولس«اه» ورپسې ده.
      به لومړی سر کې د ا خو دکډوالو وزارت سربرست وزیر کورنی کار دی . هغه خو سوچه ورک دی یا چیرته دUNHCR خیراتونه ویشی لکه پېښور ښار کې. دوهمه برخه کې دا دااا دبهرنیو چارو دوزارت دېپلوماتیک تدابیر دی چې څه وکړی؟ دریمه برخه کې بی له سیاسی مصلحت دافغان ولس یو محکم ولسی اجتجاج په کار ده . دلته خو به سیاسی علومو کې نورې مهمې مولفی هم شته چې له بده مرغه یعقوب جمع نور داډول سیاست نشی لوبولی یا دهغو خبرې ظاهری بڼه لری او یا خو دپنجابستان مورال نور هم پورته بیایی. دا انډیوالان باید تکړه سیاستوال ولری پټکې کول ،ګواښ اوغاښ چیچل کمزوری او ناپوهی ده دګواښن وار خرپ نه لری !!! داومنی مه خفه کیږی داخبرې او دوحید صاحب ورور بحث ستاسو په ګته دی.

      • سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه

        افغانستان پاکستان او ملګرو ملتونو د کدوالو دَ واپسي په برخه کې په 1993 کې لاسلیک شوى تړون لري. په تړون کې په ښکاره ډول راغلي دي چې د کډوالو واپسي به د اجباري نه بلکې داوطلبانه وي، خو وزيرانو سائبانو باید همهغه تړون له مخې په ديپلوماتيک ډګر د کډوالو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي واى. د ملګرو ملتونو د د کډوالو کميشنري ورسره مرسته کولاى شوه خو متأسفانه

    • سلامونه او مننه ډاکټر صاحب محترمه
      يقيناً همداسې ده. نظر مو په بشپړه توګه تائيدوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب