Homeخبرونهپاکستان وايي، د داعش یو مهم قوماندان په مزارشریف کې وژل شوی

پاکستان وايي، د داعش یو مهم قوماندان په مزارشریف کې وژل شوی

تاند(یکشنبه. د تلې/میزان ۶مه) پاکستاني رسني د امنیتي سرچینو په وینا وايي، د داعش-خراسان ډلې یو مشر قوماندان محمد احساني، چې په انور مشهور و، د یکشنبې په ورځ د افغانستان په مزار شریف ښار کې وژل شوی دی.

احساني په پاکستان کې د تروریستي فعالیتونو په اسانتیا کې مهم رول درلود. هغه د تاجکستاني ځانمرګو بریدګرو د روزنې او له ډیورند کرښې د اړولو مسوول و، څو هلته بریدونه وکړي.

سرچینې زیاتوي چې هغه د پېښور د کوچه رسالدار د ۲۰۲۲ د خونړي برید اصلي همغږوونکی هم و، چې پکې ۶۷ تنه وژل شوي وو.

د پاکستان بیلابیلو رسنیو د احساني د وژل کېدو خبر خپور کړی خو هیڅ یوې نه دي ویلي چې نوموړي څنګه او د چا له لوري وژل شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ټولو رسنیو د خبر الفاظ ورته دي. او هیڅ رسنۍ د احساني په اړه تر دې زیات څه نه دي خپاره کړي. خو ټولو د خبر په دوام کې لیکلي:

پاکستان له هغه وخت راهیسې چې طالبان په ۲۰۲۱ کې بیا په افغانستان کې واکمن شول، د پولې هاخوا ترهګریزو پېښو کې د پام وړ زیاتوالی لیدلی دی، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې.

یوازې د اګست په میاشت کې د ترهګریزو پېښو کچه د جولای په پرتله ۷۴ سلنه لوړه شوې ده. د اسلام‌اباد مېشت د جګړې او امنیت د مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) د راپور له مخې، په همدې میاشت کې ۱۹۴ کسان د وسله‌والو بریدونو له امله وژل شوي دي.

 پاکستان، چین، ایران او روسیې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو پر موجودیت ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده، چې پکې القاعده، د بندیز لاندې تحریک طالبان پاکستان (TTP)، د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) او ورته نورې ډلې شاملې دي.

دغه څلور هېوادونه د افغانستان په اړه د خپل څلور اړخیز چوکاټ د څلورمې غونډې وروسته، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۰مې غونډې په څنډه کې د جمعې په ورځ د روسیې په کوربتوب ترسره شوه، یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

هغوی له افغان چارواکو وغوښتل چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې “اغېزمن، عملي او د باور وړ اقدامات” وکړي، د روزنې مرکزونه له منځه یوسي، د مالي سرچینو مخه ونیسي، د غړو جلب او د وسلو لاسرسی بند کړي.

دغه څلور لوري همدارنګه ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره باید د ګاونډیانو او یا نورو پر ضد ونه کارول شي، او باید ټولې ترهګرې ډلې پرته له توپیره له منځه یووړل شي.

د تاند یوټیوب چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...