جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهطالبانو په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو له اډې سره د څلورو...

طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو له اډې سره د څلورو هیوادونو د مخالفت هرکلی وکړ

تاند(یکشنبه. د تلې/میزان ۶مه) په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم د شنبې په ورځ د چین، روسیې، ایران او پاکستان د  هغه ګډ دریځ هرکلی وکړ چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځي اډو د بیا جوړېدو مخالفت کوي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت، دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۰مې غونډې په څنډه کې سره ولیدل.

دا څلور هېوادونه په ۲۰۱۷ کال کې د یوې څلور اړخیزې مشورتي کړنلارې تر چتر لاندې راغونډ شول څو د سیمې ثبات ته وده ورکړي او د ترهګرۍ، مخدره توکو او له افغانستانه د افراطیت د سرچینو پر وړاندې ګډ کار وکړي.

په یوه ګډه اعلامیه کې، هغوی د افغانستان د حاکمیت، خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې د بهرنیو قدرتونو له خوا د پوځي اډو جوړېدل په افغانستان او سیمه کې په کلکه ردوي.

فطرت وویل چې د افغانستان خاوره به هیڅکله د کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي او هېڅ وسله‌والې ډلې ته به د فعالیت اجازه ور نه کړل شي.

هغه زیاته کړه: “افغانستان د فساد، مخدره موادو او ټولو ناوړه مسایلو پر ضد جدي ګامونه اخلي او دغه بهیر خپله دنده ګڼي.” نوموړي وویل چې کابل له ټولو هېوادونو سره د “متقابل درناوي” پر بنسټ د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.

دا پرمختګ څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و چې که د طالبانو حکومت د بګرام هوايي اډه بېرته هغه چا ته ونه سپاري چې هغه یې جوړه کړې، «بدې پېښې» به وشي.

د څلورو هیوادونو په منځ کې، چې په افغانستان کې یې د بهرنیو پوځیانو له بیا مېشتېدو سره مخالفت کړی، یو هم پاکستان دی چې تازه یې صدراعظم او لوی درستیز په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره له نژدې وکتل. د شنونکو په باور د دوی د خبرو اصلي تمرکز پر افغانستان او په تیره بیا د بګرام اډې پر بیا ترلاسه کولو و.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې وروسته له هغه چې د امریکا په مشرۍ ځواکونه له افغانستانه ووتل، بیا واک ته ورسیدل او ورسره د افغانستان د جګړې یو بل پړاو پای ته ورسید.

کابل ویلي چې د خپل هېواد پر مځکنۍ بشپړتیا هېڅ ډول معامله نه کوي او له ټرمپ یې غوښتي چې د ۲۰۲۰ د دوحې تړون ته درناوی وکړي.

د تاند یوټیوب چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...