Homeخبرونهد افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی تهران ته لاړ

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی تهران ته لاړ

تاند(یکشنبه. د تلې/میزان ۶مه) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، صادق خان، د یکشنبې په ورځ تهران ته ورسېد چې له ایراني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، تمه ده چې په دغو خبرو کې د افغانستان اړوند مسایل او د سیمې د پراخې همکارۍ موضوعات وڅېړل شي.

له بلې خوا ایراني رسنۍ وايي، صادق خان به، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د صدراعظم استازیتوب کوي، له جګپوړو ایراني چارواکو سره د وروستیو سیمه‌ییزو تحولاتو او دوه اړخیزو اړیکو د ارزونې لپاره وګوري.

دا سفر وروسته له هغه ترسره کېږي چې د پاکستان، ایران، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان په خاوره کې د امریکا له هر ډول نوې پوځي حضور یا د اډې له جوړېدو سره مخالفت وکړ.

تهران ته د صادق خان سفر په داسي حال کې اعلان شو، چې د پاکستان صدراعظم او لوی درستیز په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل. د راپورونو له مخې، د دوی د خبرو اصلي موضوع افغانستان او د بګرام اډه وه.

د تاند یوټیوب چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...