شنبه, اپریل 20, 2024
Homeروغتیامنی؛ او په اړه یې څو مهم ټکي/ ژباړن: حمیدالله حمیدي

منی؛ او په اړه یې څو مهم ټکي/ ژباړن: حمیدالله حمیدي

په مني کې طبعیت خپل رنګ بدلوي.
لکه څنګه، چې په مني کې پاڼې له ونو رخصت اخلي او په ټوله کې طبعیت خپل رنګ بدلوي دغه راز انسان هم خپل رنګ یو څه بایلي او د خفګان احساس کوي، خو بیا هم نه شو ویلای، چې منی د خفګان موسم دی، ځګه په هر څه کې د خدای پاک حکمت نغښتی او د کال هر فصل خپلې ځانګړنې او ښکلاوې لري، په دې لینکه کې پر دې بحث نه کوو، چې منی ښه موسم دی که بد؟ پر دې بحث کوو، چې په مني کې څه پېښږي او کوم ټکي باید په پام کې ونیول شي.
د مني په را رسېدو سره ورځې لنډیږي، د لمر په وړانګو کې د اوړي په څېر ګرمي نه احساسیږي، کارونه کم تر سره کیږي، ذهني فشار زیاتیږي، له نوي موسم سره ځان برابرول هم ځانګړی مهارت غواړي بلا اخره، انسان تر یوه ځانګړې خفګان او فشار لاندې راځي. د دې لپاره، چې له دې موسمه ځان روغ او خوښ وباسئ باید لاندې ټکې په نظر کې ونیسئ او عملي یې کړئ:
* د ځان لپاره ورځنی مهال وېش ولرئ.
* د شپې په خپل ټاکلی وخت ویده شئ او خوب مو منظم کړئ.
* د اوسېدو او کار کولو د کوټې پردې مو د ورځې په اوږدو کې پورته کړئ او د مني له لمر څخه ګټه واخلئ.
* د ورځې په اوږدو کې د د منظرې، ورزش، او یا زده کړې لپاره مو ځانګړی مهال وې جوړ کړئ.
* په پوره ډول مو د اوسېدو او کاري اوتاق لپاره رڼایي در پرېږدئ.
* د امکان په صورت کې له داسې، اغوستونکو توکو څخه ګټه واخلئ، چې نرم اوتاوده وي.
له دې سره په څنګ کې ځینې نور مهم ټکي هم شته چې باید ورته پام وشي:
لومړی مو خپلو ماشومانو ته پوره پام وکړئ
زموږ په ګران وطن افغانستان کې په ځانګړې توګه په هغه سیمو کې، چې هغه ګرم سېره دي د ښوونځیو وروستۍ ورځې شپې وي، تنکي ماشومان او نوي ځوانان سهار وخت د ښوونځي په لوري ځي، کوښښ وکړئ په سهارنۍ کې ورته ګرم خواړه ورکړئ، د جامو لپاره یې ځنګړې پاملرنه وکړئ، ګرمې جامې ورته برابرې کړئ، ځکه د ماشومانو د بدن دفاعي سیستم تر لویانو کمزوری وي او په ډیر اسانۍ سره د موسم بدلون پرې اغېز کوي، د شپې لخوا هم د ځان لپاره او هم د خپلو ماشومانو لپاره هغه بسترې چې د پسرلي او اوړي په موسم کې مو ترې ګټه اخیسته بدلې کړئ، تر ډیره بریده هغه کسان، چې کوچني ماشومان لري باید د شپې په اوږدو کې د پرېوتو د کوټې کړکۍ وازې پرېنږدي، ځکه که هوا د ورځې هر څمره توده وي، د شپې لخوا د سهار مخې ته هوا په بې ساري ډول یخیږي او دا د دې لامل ګرځي، چې تاسو او ماشومانو مو په اسانۍ سره ناروغ شئ.
د مني عطر:
کله، چې هوا یخیږي نو اوړی خپلې اوږدو ورځو او ګرمۍ ته د پای ټکی ږدي په بدل کې یې منی راځي هغه منی، چې پاڼې له ونو تویږي، له خاښونو خدای پامني اخلي او د باد خوراک کیږي، له دې سره هغه کسان، چې له عطرو او خوشبویۍ ګټه اخلي د هغوی ذوق هم توپیر کوي د یخو او تندو عطرو پر ځای خواږه او د مني له موسم سره سم عطر استفاده کوي. د مني له موسم سره تر ټولو برابر عطر د سنبل، کاج او ارامل عطرونه دي.

د مني پوست:
د مني د فصل په شروع کیدو سره او د هوا په یخنۍ کې یو شمېر خلک د پوستکي له ستونزو سره مخ کیږي، چې په ځینو کسانو کې له ورایه ښکاري. کله کله دغه ستونزه دومره جدي کیږي،چې حتا د پوست د زخمي کېدو او التهابي کېدو سبب ګرځي پدې صورت کې باید څه وکړئ؟
۱- د پوستکي له متخصص ډاکټر سره مشوره وکړئ.
۲- د دې ستونزې د لا مخنیوي لپاره ښه ده، چې خپل پوست مو په داسې کریمو غوړ کړئ، چې لږ تر لږه مو د پوست له خرابېدو څخه مخنیوی وکړي.
۳- مخ، لاسونه، پښې او د بدن هغه غړي مو، چې ډیر له یخې هوا سره مخ کیږي په ځانګړو هغه کریمونو غوړ کړئ، چې یوازې د مني په موسم کې ترې ګټه اخیستل کیږي.
۴- د لاسونواو مخ مینځلو لپاره له داسې صابون څخه ګټه واخلئ، چې پوست مو نرم وساتي.
۵- د وسایلو، او جامو مینځلو لپاره له ځانګړو دستکشو څخه استفاده وکړئ.
۶- د ځان مینځلو لپاره له ډیر زیاتو ګرمو اوبو څخه ګټه مه اخلئ او کوښښ وکړئ د ماشومانو شامپو د مخ او ويښتانو لپاره استعمال کړئ.
هغه حساسیتونه،چې په مني کې پیدا کیږي:
د مني په موسم کې د دې لپاره، چې هوا یخیږي، شنه بوټي له منځي هغه دوړې او ګردونه، چې په ونو کې وي د ونو د پاڼو له غورځېدو سره لاندې پرېوځي او ساړه بادونه یې له ځان سره یوې او بلې خواته وړي. ډیری کسان ور سره حساسیت پیدا کوي. په دې موسم کې د انسان دفاعي سېستم هم کمزوری کیږي، د دې لپاره، چې په دې موسم کې له ډول ډول حساسیتونو، ناروغیو څخه په امن کې وی لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ. خوراک ته مو پام وکړئ، له بهري حلالو خوړو څخه ګټه واخلئ د بېلګې په توګه د ماهي له غوښه وخورئ، که تازه سبزۍ ته لاس رسی لرئ هم ګټوره ده، لیمو او نور تروش شیان، چې د ویټامین (C) شرچینې دي د خوړو په خپل ورځني مهال وېش کې ورته پوره ځای ورکړئ. او کله چې پر لاره پلي ګرځي له پوزبند (ماسک) څخه ضرور ګټه واخلئ.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب