جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهتېرو ۸ میاشتو کې د ۲۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه...

تېرو ۸ میاشتو کې د ۲۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهر ته صادره شوې

تاند ( شنبه د تلې – میزان ۱۹مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې یې د ۲۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهرنیو هېوادونه ته صادر کړې ده.

د یاد وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد نن د شنبې په ورځ (د تلې ۱۹مه) زیاته کړې، چې د تېر کال لومړیو اتو میاشتو کې یې د ۱۷۹ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادر شوې وه.

جواد زیاته کړه چې، یاده اندازه وچه مېوه هند، پاکستان، عربي متحده امارات، روسیې، چین، بریتانیا، کاناډا او ایټالیا ته صادر شوې ده.

د افغانستان وچه مېوه په بهرنیو هېوادونو کې ځانګړي مینه وال او پېرېدونکي لري او له همدې امله یې په بهرنیو بازارونو کې ښه نوم هم خپل کړی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب