پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهچارواکي: طالبانو کندهار کې یو بل پل په بمونو الوځولی

چارواکي: طالبانو کندهار کې یو بل پل په بمونو الوځولی

تاند (دوشنبه د ثور ۶) چارواکي وايي طالبانو د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د دهلې بند د پارچاونو پل په بمونو الوځولی دی.

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه پال نن دوشنبه/د ثور ۶/ پر خپل ټویټر لیکلي چې طالبانو دغه پل نن په بمونو الوزولی دی.

ښاغلي مینه پال زیاته کړې، « طالبانو نن دکندهار  شاولیکوټ ولسوالۍ کي ددهلې دبند دغه پل هم په بمونو الوځلی دی، دابېله وطن او اولس سره له دښمنۍ  ور ها خوا بله څه معنا لري؟ طالب دچا په امر او دڅه لپاره له عامه شتمنۍ سره دښمني کوي؟»

بله خوا د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکو هم ویلي چې دغه پل طالبانو الوزولی او زیاته کړې یې ده چې په دې پېښه کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

خو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د ویلو ده چې څه موده مخکې هم په دغه ولایت کې یو پل چې تازه جوړ شوی و او ګڼو خلکو به د تګ راتګ لپاره ترې ګټه اخیسته په بمولو والوځول شو چې پړه یې هم کومې ډلې ونه منله.

د دهلې بند په افغانستان کې تر کجکې وروسته دوهم لوی بند بلل کیږي چي د اوبو د يوې ستري منبع په توګه هم پيژندل کیږي.

د دهلې بند د کندهار د زراعت، اقتصاد او څښاک د اوبو لپاره حیاتي ارزښت لري چې د دې ولایت د ۷ ولسوالیو کرهڼه پرې ولاړه ده.

2 COMMENTS

  1. هغه طالب چې ځان ته افغان وایې،
    دا د کوم افغانیت او غیرت نښه ده چې ستاسو په حضور کې يو تور مخۍ پنجابۍ ستاسو کور ته اور اچوي، ستاسو پلونه، ښونځي او روغتونونه ورانوي، بچیان مو وژني، ښځې مو کونډې کوي او تاسو یې په خړو سترګو ورته ګورئ. څه مو کړه خپلو د نیکونو غیرت او شمله. اوس خو دا دې دا امریکایان هم وځې. نو ولې پرېږدي چې د کلي پول دې وران شي. تاسو خو د کابل د نیولو پټکې وهې نو ولې د حکومت د راتک له ډاره د کلي پلونه ورانوئ. شرم، شرم، شرم. له افغانیت او اسلامه مو خلک بېزاره کړل.

  2. تر هغه وخته چه اولس خپله شتمني او ملي شتمني لکه پلونه، رغتون جماعت، مکتب، د ابو بند……….په خپله ونه ساتي حکومت هيڅ هم نشي کولاي. دا څنګه د منلو وړ ده چه کليوال ملا او اوطالب ته ډوډي په کور کي او د شپي ځاي په جماعت کي ورکوي او په د بله ورځ هغه نمکحرامه بيا د همدي کلي ملي شتمني په بمونو ويجاړه وي دا اولس بايد غيرت کړي راپورته شي له ځانه او ملي شتمنی نه دفاع وکړي. که چيرته افغان اولس دا بانه کوي چه بي وسه دی نو بيا تربګني ته ولي بي وسه نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب