جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهحامد شینواری بیا دکرکټ بورډ اجرائیه رئیس وټاکل شو

حامد شینواری بیا دکرکټ بورډ اجرائیه رئیس وټاکل شو

تاند ( دوشنبه، د ثور ۶مه) د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې حامد شینواری یو ځل بیا د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس وټاکل شو.

شینواري نن رسما خپله دنده پیل کړه.

شینواري د دندې د پيل په مراسمو کې وویل، هڅه به وکړي څو د افغانستان کرکټ ته ښه خدمت وکړي او نوي پرمختللي سیستمونه رامنځته کړي.

نوی اجرائیه رئيس ډاډ ورکوي چې لوبغاړو ته به ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي او له شته ظرفیت څخه به سالمه ګټه پورته کوي.

د معلوماتو له مخې حامد شینواری د روغتیایي پالیسۍ د مدیریت برخه کې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري او له دې وړاندې یې د افغانستان کرکټ بورډ په ګډون په ګڼو نورو ملي او نړیوالو ادارو کې د مدیریت او رهبرۍ په کچه دندې ترسره کړې دي.

2 COMMENTS

  1. چې بیا شو نو ځلې ته یې څه ضرورت؟ بیا کفایت کوي. مونږ وایو، هغه سړی بیا راغی. بیا پخپله د تکرار معنی لري، ځلې ته یې اړتیا نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب