جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeمقالېسولې ته شرطونه او جګړه بې شرطه

سولې ته شرطونه او جګړه بې شرطه

ليکنه ،عبدالوحيد “وحيد”

ټول پوهیږو چې هيواد مو د خپل تاريخ حساس پړاوونه وهي. ننګونې شته، د نوييمې لسيزې د فاجعې په څېر د يوه بل ځپونکي ناورين د تکرار نښې ليدل کېږي. د جنګ سالارانو په تحرکاتو کې د ولسي هيلو غوټۍ له سپړيدو وړاندې د رژيدو څرکونه ليدل کېږي. متأسفانه موږ لاهم شخص محوره او ګوند محوره ذهنیتونه کاروو. نړيوالو هم وپيژندو چې افغانان د خپلو ستونزو د حل لپاره اراده نه لري او ښکېلې خواوې د خپل هېواد ماته کشتۍ د نجات ساحل ته د رسولو وړتیا نه لري.

کاش! چې موږ ملي ګټو ته ژمن او په ملي روحیه سمبال ملي مشران درلوداى! نننئ ننګونې او ګواښونه به يې په فرصتونو باندې بدل کړي واى. د تأسف ځاى دی چې دلته په متواتره توګه له هر ډول قيد او شرط پرته جګړه روانه ده، خو کله چې خبره سولې ته را رسيږي نو د ټولشموله، تلپاتي, (پايدار) باعزته, (باعزت) (ټول پکې ځان وويني) او داسې نورو اصطلاحاتو په شکل شرطونه ايښودل کېږي.

د ترکيې مهمه ناسته د حکومتي اړخ لخوا د سياسي اجماع نشتون او د طالبانو لخوا په غونډه کې د ګډون نه کولو د ناڅاپي اعلان له امله تر اوسه د شک او تردید ښکار ده. څومره به ښه واى چې د ترکیې ناستې ته حکومتي او د طالبانو پلاوي د ځانګړي اړخ د مدافع وکیلانو ډله نه، بلکې د افغان ولس او هيواد د ګټو ساتونکې ډلې په توګه ګډون کړى واى. د ملي اجماع ممثل پلاوى واى، د ملي ګټو پر بنسټ ولاړه او د نړيوالې ټولنې اندېښنو ته ځواب ويونکې پريکړې کړې واى.

ولسمشر د خپل مشرتابه د خوندیتوب په استثنا هر ډول قرباني ته تيار ناست دی. مخکي له وخته ټاکنې هم د حل لاره ګڼي خو هيروي چې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د معاملې کولو له امله د تيرو دوه ځله ټاکنو اعتبار ته يې په صفر کې ضرب ورکړ. دواړه ځله حکومت د ټاکنو په نتیجه کې نه، بلکې د معاملې په کولو جوړ شو، نو د طالبانو په شان پياوړي جنګي اړخ به څنګه قانع کړاى شي چې د نوموړي تر مشرتوب لاندې ټاکنې ترسره کړي او پايلې يې ومني. دا به خام خيال وی چې، د تيرو دوه ځله ټاکنو د جنجالي پايلو په شان طالبان په امتياز ورکولو راضي او خپل حکومت ته به دوام ورکړي.

هيڅ شک نشته چې امریکا له افغانستان څخه خپلې پښې سپکول غواړي. که ټول اړخونه ورڅخه پاتې کيدل وغواړي بيا هم امریکا خپل نظامي حضور ته د پاى ټکئ ږدي، خو طالبان تر اوسه پورې نه دي توانيدلي چې په خپل ابتکار يوه ځانګړې طرحه ولس، حکومت او نړيوالو ته وړاندي کړي، خپلو معقولو غوښتنو ته پکې انعکاس ورکړي او ملت ته وښيي چې هغوى هم د سولې له مفهوم سره سم په ځينې مواردو کې د انعطاف لاره نيولي ده او دقيقاً څه غواړي. هغوى به په خپلو ليکو کې جدي ستونځې لرى، په کور د ننه به له سختو مخالفتونو سره مخ وي، خو  له خپل ولس او په بهرني سیاست کې له نړيوالو سره همغږې ته هم اړتیا لري. دغه دواړه ستونزې په متحدالمال او مبهمو  الفاظو د حل وړ نه دي.

لنډه دا چې مونږ په پرديو زامنو باندې جګړه کولاى شو، خو د سولي  لپاره د واک د قرباني اصل منلو خبره مو په خوله نه راځي، مونږ پاروونکي ويناوې کولاى شو، خو ژور فکر نشو کولاى. مونږ سوله باعزته غواړو، خو د خپلې جګړې عزت ته مو پام نه ده. عجيبه خو لا داده چې مونږ سولې ته د رسيدو لپاره د لاس ته راوړنو د خوندیتوب ضمانت غواړو خو په جګړه کې هره ورځ د ارزښتونو د له لاسه ورکولو پروا نکوو. په غولونکو شعارونو باندې د ځوان نسل احساسات را پارولاى شو، خو د سنجيده خبرې کولو چل مو نه ده زده، د نورو هر ډول وړانديزونه او نظرونه ردولاى شو، خو په خپله د رغنده او عمل وړ نوښت ته مو ملا ماته ده. پردي هيوادونه زمونږ په معاملاتو کې د لاس وهنې له امله پړه ګڼلاى شو، خو خپل عيبونه نه وينو او بالاخره مونږ نړول کولاى شو خو رغول مو نه دي زده کړي. مونږ لاهم نه منو چې له خپل افغان مسلمان ورور سره جګړه نه، سوله مقدسه ده !

د مصالحې عالي شورا د سولې په توحید شوې طرحه کې د هوکړې پلي کولو ميکانېزم، د اوربند په ضمانتونو او په نورو حياتي مسائلو باندي د تمرکز پرځاى د امتيازاتو د ويش په فيصدي، پارلماني نظام تمرکز کړى دى. غني د متمرکز نظام پر بنسټ نه، بلکې له اساسي قانون ورهاخوا په ديموکراسي کې سوټکراسي چلوي. دداسې سوټکراسي سيستم موږ هم مخالف يو، خو اوس مونږ ته سوله ارجحيت لري.

مونږ په استامبول کې د پارلماني يا د متمرکز نظام په ښيګڼو او بديو نه غږيږو، بلکې د روانې ځپونکي جګړې د ختمولو لپاره لارې چارې لټوو. خو زموږ ځينې سياستوال د واک او امتیازاتو ترلاسه کولو هوس په سر اخيستي دي.  غواړي په فرعي مسائلو وخت تير کړي. اوربند، د اوربند رغنده څار، د تخطي د مخنیوي څرنګوالئ، په انتقالي حکومت کې د واک د ويش او له هغه وروسته دائمي حکومت کې د زعامت ستونځې حل لاره موندل هغه ملي فکر ته اړتیا لري چې اوس يې زمونږ په سياسي مشرتابه کې څرک نه لګيږي.  د بنديانو خلاصون د اساسي قانون تعدیل، د ملي پخلاينې اړتیا، په تاکنيز سيستم کې ستر اصلاحات  هغه  موارد دي چې د ګډ تفاهم په نتیجه کې ورباندې هوکړه وشي.

د سولې په پروسه او بين الافغاني تفاهم کې اوسنى تعطل د دوحې په هوکړه لیک کې د ابهاماتو او د امریکا د دوه مخي هژمونيک سياسي تعامل محصول ګڼلاى شو. له نړيوالو اړخونو څخه مو اوس هيله داده چې د تعطل په له منځه وړلو کې کورني او بهرني ابعاد باید په نظر کې ونيسو. په دواړه ښکېلو غاړو باندې د پول(PULL)  او د پوش(PUSH) فکتورونه دواړه کارول اړين دي. يعنې ښه به وي چې په هممهاله توګه د ښکيلو خواو د تشويق عمليه او د فشار عنصر دواړه وکارول شي. داوړه خواوې په اعتماد کې واخیستل شي چې روا ګټې يې خوندي دي او په سوله کې ورسره دوکه نه کيږي. د کورنيو او بهرنيو اړخونو لخوا د نظام د احتمالي پاشلتيا او ګډوډيو د مخنیوي لپاره هر ډول تيارى باید شتون ولري.

تر څو به پلرونه په جګړه کې د وژل شويو تنکيو ځوانانو جسدونه خاورو ته سپاري؟
تر څو به ورته ګورو چې د ملت بچيان جګړو ته هڅوي او خپل زامن يې په بهرنيو هېوادونو کې خوندي ژوند لري؟
بالاخره تر څو به مو مشران د ولس د قرباني ګټو ته ناست وي او پردې به مو په دې خبرو تيرباسي چې هيچا په افغانانو د ډنډې په زور حکومت نه ده کړى؟

ملت مو اوس پوهيږي چې د دواړو خواو شخړه د ونډو په ويش او د امتیازاتو په ترلاسه کولو کې ده. د سولې تر عنوان لاندې يو او بل ماتولو ته اړم دى. په دغه ګډ هيواد کې د ګډ ژوند کولو، ګډ کار کولو، له نړئ سره د خپلو ملي ګټو په چوکاټ د همغږي کولو هنر يې نه ده زده کړى. طالبان په خپل انحصاري فکري بهير کې بدلون نشي راوستلى او غنى د واک قرباني ته تيارى نلري.

د اسلامي نظام په نفاذ کې هيڅ افغان هيڅ ستونځه نلري، افغانستان د ټولو ګډ کور ده، جګړه د حل لاره نه ده. دلته هيڅ ډله په يوازې سر حکومت نشي کولاى. د افغانانو ترمنځ سوله حياتي اړتیا ده. په لاسته راوړنو کې ځينې حياتي ارزښت لري او ځينې زمونږ له ارزښتونو سره په ټکر کې دي. ديموکراسي McDonald يا KFC نه ده چې په غرب کې جوړ او په يو شان خوند او رنګ په ټوله نړئ کې خلک ورڅخه خوند اخلي. مونږ غربي ديموکراسي هو بهو دلته نشو پلئ کولاى. زمونږ په دوديزه مذهبي ټولنه باندي د غرب ديموکراسي تپل په خپل ذات د ديموکراسي له اصولو سره په ټکر کې کړنه ده. البته د حکومت د اوسنیو ننداره ايزو کړنو برعکس په خوندي ماحول کې د ښځو زده کړې او کار کول، د بيان آزادي، د روڼو او عامه ټاکنو له لارې د زعامت د تعين خبره له ارزښتناکو لاسته راوړنو څخه حسابولاى شو.

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب