پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهافغان او چکي چارواکو د اړیکو د نوي فصل پرانستلو په هکله...

افغان او چکي چارواکو د اړیکو د نوي فصل پرانستلو په هکله خبرې وکړې

تاند (دوشنبه د ثور ۶) د چک جمهوریت لومړی وزیر وايي چې له افغانستان څخه د چکي عسکرو او په ټوله کې د نړۍ وال ایتلاف د ځواکونو له وتلو وروسته به هم له دې هېواد سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

په پراګ کې د افغانستان سفارت نن دوشنبه/ د ثور ۶/ په خپله فېسبوک پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان سفیر شهزاد آریوبي د کوربه هېواد لومړي وزیر اندری ببېش سره د اړیکو د نوي فصل پرانستلو په هکله خبرې وکړې.

د بیان له مخې په دې ناسته کې ښاغلي آریوبي ښاغلي ببېش ته د افغانستان د سولې د پروسې د پرمختګونو په هکله معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې افغان حکومت د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د تېر کال له هوکړې وروسته، خواوشا ۶۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړل،‌ خو په خبره یې چې بیا هم وسله وال طالبان د سولې خبرو ته په کېناستلو کې ناغېړي کوي.‌

شهزاد آریوبي وویل، افغانستان هڅه کوي د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه وروسته له نړۍ والې ټولنې سره د اړیکو نوی فصل پرانیزي.

نوموړي د چک له لومړي وزیر څخه وغوښتل چې هېواد یې له افغانستان سره په تخنیکي، صنعتي او اکاډمیکو سکتورونو کې همکاري وکړي.

بیان زیاتوي چې د چک جمهوریت لومړي وزیر افغان سفیر ته ډاډ ورکړ چې له افغانستان څخه د چکي عسکرو او په ټوله کې د نړۍ وال ایتلاف د ځواکونو له وتلو وروسته به هم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

افغانستان له چک جمهوریت سره د طالبانو د نظام له نسکورېدلو راوروسته او په لویه کې له پخوانۍ چکوسلواکیا سره له لسیزو راهیسې په تحصیلي، صنعتي، او تخنیکي برخو کې همکارۍ لري او چکانو په ګڼو مواردو کې دې ته چمتووالی ښودلی چې د تخنیک او سوداګرۍ د پرمختګ په برخو کې افغانستان ته لاس ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب