یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته؛ د سپین بولدک ـ چمن...

د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته؛ د سپین بولدک ـ چمن لار وتړل شوه

تاند (دوشنبه د ثور ۶) د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه شوې ده. 

امنیتي سرچینې وايي چې پاکستاني ملېشو له پرون ورځې راهیسې هڅه کوله چې د سپین بولدک ولسوالۍ په لقمان کلي کې اغزن سیم ولګوي چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول  او نن سهار جګړه پیل شوه. 

که څه هم چارواکي وايي چې جګړه درېدلې، خو د سپین بولدک او چمن ترمنځ لار د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده. 

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګروال یحی علوي ویلي چې نښته نن سهار ۹ بجې رامنځته شوې چې د څه باندي یو ساعت لپاره يې دوام درلود. 

نوموړي زیاته کړې چې افغان ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي او په خبره یې چې په دې نښته کې یو افغان سرحدي پوليس ژوبل شوی دی. 

د سپین بولدک کميساري وايي چې د سپین بولدک او چمن ترمنځ لار هم تر جګړې وروسته د هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې.

پاکستاني لوري تر دا مهاله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د افغان او پاکستاني پوځیان تر منځ په داسې مهال دا نښته رامنځته شوې چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان پرون یکشنبه کابل ته راغلی او دلته یې له افغان چارواکو سره پر سوله، امنیت، سوداګرۍ او ترانزیت برخو کې د خنډونو پر حل لارو خبرې کړي.

1 COMMENT

  1. د پنجاب منافق حکومت تل داسې تحریک کوونکي اقدامات کوي . دوی غواړي پدې توګه د دیپلوماسي او تهدید سیاست د افغانستان په مقابل کې نړیوالو ته تمثیل کړي. د منافقینو په هېڅ قول او وعدې باید یقین ونه شي .
    ژوندی دې وي افغان زړور وسله وال پوځ او مرګ د پنجاب په جګړه غوښتونکو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب