جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو د خپلو ۷ زره بندیانو د ژر خوشې کېدو خبر بېرته...

طالبانو د خپلو ۷ زره بندیانو د ژر خوشې کېدو خبر بېرته رد کړ

تاند ( دوشنبه، د ثور ۶مه) د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر د ۷ زره نورو طالب زندانیانو د ژر خوشې کېدو خبره رد کړه.

هغه لیکلي: « شېرمحمد عباس ستانکزی د ټوېټر هېڅ اکاونټ نه لري، او اکاونټ جعلي دی».

تېره ورځ د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال او د مرکچي پلاوي غړي شیرمحمد عباس ستانکزي ویلي وو، چې ډېر ژر به یې ۷ زره نور زندانیان هم خوشې شي.

هغه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي وو، چې د طالب زندانیانو د خوشې کېدو سره سم به د طالبانو د مشرانو نومونه هم له تور لېسته لرې شي.

ستانکزي نه و لیکلي، چې چا د ۷ زره بندیانو د خلاصون او له تور لېست نه د طالب مشرانو د نومونو د لرې کولو ژمنه ورکړې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي وو تر هغو چې د سولې تړون نه وي شوی، دوی زندانیان نه خوشې کوي.

محب زیاته کړې وه، چې تېر ځل هم افغان حکومت ۵ نیم زره طالب زندانیان خوشې کړل،خو د جګړې په کمښت کې یې هېڅ مثبت اغېز ونه لیدل شو.

دغه راز له دې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي و، د پنځو زرو طالبانو خوشې کول د حکومت لویه تېروتنه وه او بیا به تکرار نه شي..

د طالب زندانیانو خوشې کول د امریکامتحده ایالت او وسله والو طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې یوه مهمه برخه ده.

بل لورته بیا یوشمېر شنونکي هم د طالب زندانیانو له خوشې کېدو سره مخالفت کوي.

دوی وایي، افغان ولس او حکومت هغه ترخه تجربه ولیده چې د سولې په نوم خوشې شوي طالبان بېرته د جګړې په ډګر کې ولیدل شول.

دوی پرحکومت غږ کوي، چې بیاځل دې پرته له تضمین څخه طالبان نه خوشې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب