Homeخبرونهکونړکې د قران کریم د حافظانو پر غونډه توغندی لګېدلی

کونړکې د قران کریم د حافظانو پر غونډه توغندی لګېدلی

تاند ( دوشنبه، د ثور۶مه) د کونړ ولایت چارواکي وایي، وسله والو طالبانو نن سهار نهه نیمې بجې د ولایت پر ودانۍ هغه مهال توغندی توغولی، چې هلته د قران کریم د لسګونه حافظانو ترمنځ د حسن قرات سیالي روانه وه.

والي محمد اقبال سعید وایي په دې پېښه کې ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.

والي زیاتوي، چې په ټپيانو کې ۱۳ تنه یې د قرآن کریم د حسن قرآت سیالیو ګډونوال او ۳ تنه یې تنظیموونکي دي.

نوموړی وایي ټپيان د کونړ د بېلابېلو مدرسو زده کوونکي دي.

بل لورته بیا روغتیايي مسوولان هم وایي، چې دپېښې له ځایه ورته ۱۵ ټپیان ور وړل شوي دي.

روغتیایي مسوولان زیاتوي، په ټپيانو کې د ۴ تنو حالت ښه نه دی.

چارواکي وایي توغندی د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوی وو خو وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. دا شو د دلال طالب مسلماني. هغه ابلیس حرمونی ذبیح په نامه مجاهد چېرې دې چې اعلان وکړي او وایې چې د افغانستان د دولت شپارس تنه حافظان مو په يوې غلچکۍ حملې کې زخمیان کړل. ستاسو په کړونو لعین شيطان هم شرمېږي. لعنتیانو

  2. که څه هم د روژې په مبارکه میاشت کې لوی شیطانان د الله په حکم سره تړلي وي او یا پنجاب ته په رخصتي تللي دي ، خو واړه بچیان یاټالبان یې خلاص ګرځي . دوی که کومه ورځ افغانان مړه نکړي خوب نه ورځي . د الله ج لعنت دې وي د پنجاب پردغو تور مخو مزدورانو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...