شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeکلتورسینماشيلپا شيټي د کورونا وبا پېښو زياتېدو ته اندېښمنه ده

شيلپا شيټي د کورونا وبا پېښو زياتېدو ته اندېښمنه ده

تاند ( دوشنبه، د غویی ۶)  د باليووډ فلمونو مشهوره اداکاره شيلپا شيټي په هند کې د کورونا ويروس د پېښو په زياتېدو اندېښمنه ده او وایي هیله لري چې هېوادوال یې له دې ناوړې ناوغي څخه په امان پاتې شي.

هغې د دې اندېښنې د څرګندولو تر څنګ د خپل مذهبي عبادت (يوګا) يوه ويډيو هم له خپلو مينه والو سره شریکه کړې ده.

شيلپا شيټي چې وړاندې یې د بالیووډ مشهورو اداکارانو سره په نوموتو فلمونو کې کار کړی اوس هم د بدن د فيټ ساتلو په برخه کې ډېر کار کوي او په ټولنيزو رسنيو کې په دې اړه وخت نا وخت ويډيوګانې خپروي، چې د هغې د مينه والو له خوا د هرکلي سره مخ کېږي.

شيلپا شيټي په انسټاګرام اکاونټ کې د يوګا يوه ويډيو خپره کړې ده او ليکلي يې دي، چې په دې ويډيو کې يې د يوګا ځينې سختې برخې ډېرې اسانې کړې دي.

شيلپا شيټي د ډېر وخت راهيسې له فلمونو څخه ليرې وه، خو اوس يې تازه په يو فلم کې کار کړى دى، چې لا يې د ريليز کېدو نېټه نه ده اعلان شوې.

هغه د فلمونو تر څنګ یوه ښه نڅا کوونکي هم ده چې اوس هم د هندوستان له یو مشهور ټلویزیون سره د سوپر ډانسر په نوم یوه خپرونه پر مخ وړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب