شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهقریشي په افغانستان کې د پراخې کورنۍ جګړې خطر خورا ډېر دی

قریشي په افغانستان کې د پراخې کورنۍ جګړې خطر خورا ډېر دی

تاند(دوشنبه، د ثور ۵) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، که په افغانستان کې سیاسي موافقه ونه شي، په دې هیواد کې د پراخې کورنۍ جګړې احتمال ډیر دی.

ده وویل، خطر خورا ډیر دی، خو که د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي، سوله او ثبات ټینګېدای شي او ټوله سیمه به له سولې برخمنه شي.

قریشي په عین حال کې وویل«د کورنۍ جګړې خطر ډېر زیات دی په دې خاطر چې خدای مه کړه سیاسي موافقه به ونه شي. نوي یمې لسیزې ته د افغانستان د بیرته ستنېدو وېره شته او دا هغه څه دي چې موږ یې نه غواړو.»

دا په داسې حال کې ده چې ځینې کتونکي وايي، پاکستان غواړي چې کابل یو وار بیا په زور ونیول شي او درست تاسیسات یې ویجاړ او لوټ شي.

په نوي یمه لسیزه کې هم پاکستان د مجاهدینو د مشرانو په واسطه ویل چې د نجیب الله له حکومت سره سوله نه کوي او باید کابل په زور ونیول شي.

خو قریشي ظاهراً وايي چې طالبان به وهڅوي چې سولې ته غاړه کښېږدي.

د ده په وینا د سولې پروسه په دوحه کې پیل شوه او باید په استانبول کې یوې منطقي نتیجې ته ورسېږي.

قریشي په دې اړه چې طالبان لېواله نه دي چې د استانبول په غونډه کې ګډون وکړي وویل «دا نه لېوالتیا موقتي ده.»

1 COMMENT

  1. شاه محمودیه، مخ دې تور. نور به انشاءالله داخلي جګړي ونه وینې او دا خوب به که خدای کول ګور ته له ځانه سره یوسې. ټول افغانان قومونه اوس هم خپل دښمن ښه پېژني او هم ستاسو په ګنده غېږه کې لوی شوي لاسپوسي شیاطین.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب