شنبه, مې 4, 2024
Home+د نړۍ تر ټولو ټیټه ښځه

د نړۍ تر ټولو ټیټه ښځه

تاند – په نړۍ کې تر ټولو ټیټه ښځه جيوتي کسانجي نومېږي چې د هند د ناګپور اوسیدونکې ده.

کسانجي ۲۷ کلنه ده او په ونه په نړۍ کې تر ټولو ټیټه ښځه ده.

د جيوتي نوم په ۲۰۱۱ کال د ريکارډونو په نړيوال کتاب (ګینس) کې هم ثبت شوی چې د نړۍ تر ټولو ټيټ قد لري.

د هغې ونه ٢ فوټه يا ٦١ اعشاريه ٩٥ سانتي متره ده، او وزن یې ٥ اعشاريه ٤ کیلو دى.

د جیوتي کسانجي مور رنجنا وايي چې تر پنځه کلونو پورې يې د لور قد سم وو، خو له هغې وروسته د يوې ناروغي له امله په یو حالت پاتې شوه.

هغه په ٢٠٠٩ کال کې ډېره مشهوره شوه هغه وخت چې په لومړي ځل په ټلويزيون کې راښکاره شوه.

د ګینس د ریکارډونو په کتاب کې ادعا شوې ده چې د دې ښځې وزن ٥ اعشاريه ٤ کیلو دى. له زېږېدو وروسته يې يوازې ٤ کیلو وزن زيات شوى دى.

په ٢٠١١ کال کې چې کله د دې نوم په ګینس کې ثبت شوى، ویې ویل چې د دې ريکارډ له ترلاسه کولو وروسته خوشحاله ده، ځکه اوس د خپل ځان په اهميت پوه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب