شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهجلال آباد ښارکې ماین چاودنې د نظامیانو په ګډون ۶ تنه ټپيان...

جلال آباد ښارکې ماین چاودنې د نظامیانو په ګډون ۶ تنه ټپيان کړي

تاند ( دوشنبه، د ثور۶مه) نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال آباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند عبدالوکیل لیسې ته څېرمه د ملي اردو پر رینجر موټر چاودنه شوې.

امنیتي سرچینې وایي، چې په دې چاودنه کې سرتېري او ملکیان ټپيان کړي.

بل لورته عیني شاهدان هم وایي، چې له چاودنې وروسته یې ولیدل، چې یو شمېر ملکیان او د ملي اردو سرتېري یې په ټپي حالت کې روغتون ته ولېږدول.

د ننګرهار د حوزوي روغتون یوه سرچینه بیا وایي، د پېښې له ځایه ورته دوه د ملي اردو سرتېري او څلورو ملکي وګړي ټپیان ور وړل شوي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دې پېښې مسؤلیت هم تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، چې د نن ورځې په اوږدو کې د غزني ښار ارزوی کلان سیمه کې د توپچي بریدونو پرمهال ۱۱ وسله وال طالبان وژلي.

مومند زیاتوي چې د دغه توبچي بریدونو له کبله د وسله والو اړوند یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو بیا تر اوسه په دې اړوند رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب