Homeخبرونهاقتصادي خبرونهچین،چینايي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته هڅوي

چین،چینايي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته هڅوي

تاند ( دوشنبه، د ثور ۶مه) چین وایي خپل سوداګر او کمپنۍ دې ته هڅوي څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي ، چې دوی د یو پیاوړي او پرمختللي افغانستان غوښتونکي دي.

د وانګ یو په خبره له همدې امله هڅه کوي چینايي سوداګر په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅوي.

هغه همدا راز ویلي چې د یو کمربند یوې لارې پروژې په پلي کېدو سره به د افغانستان او چین اړیکې لا ډېرې پراخې شي او په ټوله سیمه کې به اقتصادي وده رامنځ ته کړي.

چین د افغانستان لپاره د سوداګرۍ مهم شریک ګڼل کېږي، چې تر ډېره په سوداګریزه برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي.

بل لورته د اقتصادي چارو پوهان بیا وایي، افغانستان چې د آسیا زړه   نو ځکه یې تر ډېره په وروستیو کې د چین پام ځان ته اړولی دی.

دوی له چین سره د افغانستان سوداګرېزې اړیکې ګټورې ګڼي، خو وايي هر هغه توکي چې له چین نه افغانستان ته واردېږي باید کنترول شي او همیشه تر ارزونې لاندې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...