Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد غوزانو په حاصل کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

د غوزانو په حاصل کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

تاند ( دوشنبه، د غویی ۶) د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي د تېر په پرتله په هېواد کې د غوزانو (چارمغز) د حاصل د ډېروالي خبر ورکوي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېر کال په ټول هېواد کې د غوزانو حاصلات ۱۴ زره او ۷۸۸ متريک ټنه وو چې د تېر په پرتله زیاتوالی ښیي.

خبرپاڼه وایي: “په تېر ۱۳۹۹ کال کې افغانستان کې ۱۴۸۷۷ ټنه غوزان تولید شوي دي. ډېر ورښت او د بزګرانو څخه د کرنې وزارت ملاتړ د دې باعث شوی چې د دې مېوې حاصلات لوړ شي.”

د معلوماتو له مخې، بدخشان د ۴۵۰۰ ټنو په تولید سره لومړی، کاپیسا د ۲۵۰۰ ټنو تولیدولو سره دویم، او پروان د ۱۵۰۰ ټنو په تولیدولو سره افغانستان کې د چهارمغزو تر ټولو لوی تولیدوونکي ولایتونونه بلل شوي دي.

د کرنې اوبو لګولو او مالداري وزارت معلومات ښیي چې کابل، نورستان، تخار، پنجشېر، کنړ، پکتيا، ميدان وردګ او دایکندي هغه ولايتونه دي چې د غوزانو د حاصل لپاره مناسبه اوبه او هوا لري.

دا په داسې حال کې ده چې غوز یا چهارمغز د افغانستان د وچو مېوو عمده قلم دی چې د ۲۸ ولایتونو پر ۵۰۰۰ هکتاره ځمکو باندې یې ونې کرل شوې دي.

د معلوماتو له مخې، د غوز ونه په داسې اقلیم کې ښه وده کوي چې په دوام داره توګه ځان یو ډول وساتي یا هم غرنیزه سیمه وي او ځمکه یې شګه ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...