شنبه, مې 4, 2024
Home+ګوانګ شي ته سفر | جان روان ځاځی          

ګوانګ شي ته سفر | جان روان ځاځی          

یونلیک                                                                           

 دويمه برخه

اي جو سيمه

موږ د ګوانګ شي د هه چه ښار اړوند په جين چنګ جيانګ سيمې کې دوې شپې وکړې، هلته مو خپله دنده پای ته ورسوله، ماسپښين مهال د دې ښار اړوند د اي جو سيمې پر لور روان شوو، د دغې سيمې هوا هم هميشه معتدله او د کال په څلور فصلونو کې د طبيعت شين څادر پرې خور وي.

د مازديګر لمر له غرونو پنا او د ماښام تروږمي په خورېدو وه، چې اي جو ته ورسيدو، د ورځې مو کار کړی و او ورپسې مو ډېره لاره وهلې وه، ټول ستړي وو، په هوټل کې پاتې شول، ما د لوږې احساس کاوه او ځينو  توکو ته مې هم اړتيا وه، نو ښار ته لاړم.

ما ځان سره کرل رېبل چې څه وخورم، ناڅاپي مې پر حلال رسټورانټ سترګې ولګېدې، دا د شينجيانګ د جګو غرونو په  نوم د حلال خواړو رسټورانټ و، کباب مې پکې وخوړ،  ډېر خوند يې وکړ، داسې احساس مې وکړ، چې ګواکې کابل کې يم.

سبا ته د جوانګ قوم سان یو سان اختر و، مونږ ته هم له څو ځايونو بلنه راکړل شوې وه.

د چين د کرنيزې جنترې د درېيمې مياشتې درېيمه نېټه د چين د جوانګ قوم له سان يو سان دوديز اختر سره برابره وي او خلک يې په وياړ ښکلي او په زړه پورې مراسم ترسره کوي، چينايان دغه اختر ته شانګ سه اختر هم وايي. په ګوانګ شي کې د جوانګ، هان، مياو او ياو په شمول زيات قومونه دغه اختر لمانځي او د دغه اختر په وياړ يو لړ درانده مراسم تر سره کوي. همدغه وخت د اي جو سيمې خلک د دغه اختر د لمانځنې په پار په چمتوالي بوخت وو. ځايي اوسيدونکي د دغه اختر د لمانځنې لپاره دوه ورځې رسمي رخصتي لري.

شپه تېره شوه، له سباناري وروسته د يوه سټوډيوم پر لور رهي شوو، هلته د سان يو سان اختر د لمانځنې په پار سيمه ييزې لوبې ترسره کېدې، مونږ ته يې هم د ګډون بلنه راکړې وه، که څه هم له سيمه ييزو لوبو سره مو بلدتيا نه درلوده، خو بیا هم ګډون مو پکې وکړ او له ځايي خلکو سره مو په اصطلاح ساتيری وکړ.

ورپسې د دې سيمې يوه بل کلي ته لاړو، هلته د سان یو سان اختر د لمانځنې د تياري مراسم روان وو، ځايي خلک زمونږ له راتګ خبر شول او مخې ته راغلل او وروسته يې يوه لوی انګړ ته بوتلو او هلته يې مونږ ته په سندرو ښه راغلاست ووايه.

ما ته د دغه اختر جالب ټکی دا وه، چې ځايي خلک د دغه اختر په لومړۍ ورځ د ځوانانو ځانګړي مراسم ترسره کوي، دلته ځوانان او پيغلې د ژوند ملګري پيدا کوي، زه به هڅه وکړم، چې د دغه قوم دغه دود په يوې بلې ليکنې کې ځای کړم.

مونږ د سيمې په دوديزو لوبو او د ياد اختر په وياړ جوړو شويو ځانګړو مراسمو کې ګډون وکړ، په دغې سيمې کې مو يوه شپه وکړه، د سيمې د خلکو مينې او ميلمه پالنې خوږې خاطرې را وبښلې او په سبا ماسپښين د هه چه ښار اړوند باما ولسوالۍ ته روان شوو، دا ولسوالي زمونږ د کاري سفر اخري تمځای و.

باما ولسوالي

باما ولسوالي د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې د هه چه ښار اړونديږي او دا د ياو قوم کورواکه ولسوالي ده او له اي جو سيمې څخه کابو دوه سوه کيلو متره لرې پرته ده. دغې ولسوالۍ ته د دنګو او شنو غرونو په منځ کې سړکونه ورغځيدلي، لاره اوږده، خو د سيمې طبيعي ښکلا د ستړيا احساس نه را کاوه.

مونږ د تګ پر لار يوه کلي کې تم شوو، دغه کلی د شنو او دنګو غرونو په منځ کې و، چاپېريال يې ډېر زړه راښکونکی او پر سينه يې بهاند سيند روان و، خو کرنيزې ځمکې ترې ډېرې پورته وې او خلکو به خپلې کروندې په جنراټورونو اوبه کولې.

د دغه کلي د سړک پر غاړې لويه لوحه لګيدلې وه او د مطلقې یا شديدې بې وزلۍ د له منځه  وړلو او مرستو مالومات پرې کښل شوي وو.

دغه کلی پخوا د شديدې بې وزلۍ ښکار و، خلک يې له ستونزو سره لاس او ګرېوان وو او له بې وزلۍ او غریبۍ کړېدل، خو اوس يې له شديدې بې وزلۍ سره مخه ښه  کړې ده.

دغه کليوال څنګه بريالي شول، چې بې وزلي غوڅه کړي؟

د دغه کلي زياتره ځوانان په نورو ځايونو کې خپلې ورځنۍ چارې ترسره کوي او په کلي کې ميشت وګړي يې کرکيله کوي، دوی به پخوا جوار، کچالو، پياز او ډول ډول سبزۍ کرلې، خو د بې وزلۍ او غريبۍ لمن يې له سره نشوه لرې کولی.

د دغې سيمې ځمکې بلکې ټوله ولسوالي پر غرونو او ځنګلونو پوښل شوې او کرنيزه ځمکه يې بيخي کمه ده، خو بیا هم د د دغه کلي اوسيدونکو له شديدې بې وزلۍ سره مخه ښه کړې او خپل ژوند يې ښه کړی دی. د دې سيمې ځانګړتيا دا ده، چې هوا يې د کال په څلورو موسمونو کې معتدله او ګرمه وي، نو کرکېله هم پکې ښه پايله ورکوي.

د کلي پر اتیا سلنې ځمکې د توتانو ګڼې او ټيټې ونې ولاړې وې، ما ته يې د افغانستان د انګورو تاکونه راياد کړل، دا نيالګي راته ښکاريدل، خو هغه د توتانو ګڼې ونې وې.

کليوال فارمونه لري او د ورېښمو چينجي پکې روزي او وروسته يې بازار ته وړاندې کوي.

د ورېښمو چينجي د توت پاڼې خوري، همدا یې عمده خوراک دی، نو ځکه د دغه کلي شاوخوا پټيو کې د توت ونې ولاړې وې، دوی د دغو ونو پاڼې د ورېښمو چېنجيو ته ورکوي او دولت ورته بازار موندنه کوي.

د دغه کلي اوسيدونکو د ورېښمو چينجيو د روزنې له لارې ډېر عايدات ترلاسه کول او د هر کس منځنی کلنی عايد کابو شپږ زره یوان جوړيدل، چې شاوخوا شپېته زره افغانۍ ترې جوړيږي.

ما دلته د ورېښمو چينجيو خبره ځکه راوړه، چې ښايي کوم افغان ترې ګټه واخلي، د افغانستان ځيني سيمې هم معتدلې او هوا یې ښه ده، نو ښايي افغانان وکړای شي، چې داسې چارې ترسره کړي او ځانونه له بې وزلۍ وژغوري او خپل ژوند او د نورو ژوند ښه کړي.

موږ په دغه کلي کې د ورېښمو چينجيو له فارم هم لیدنه وکړه، کابو دوه ساته همدلته تم وو او بیا د باما ولسوالۍ پر لور رهي شوو.

باما ولسوالي په چين او نړۍ کې د ډېر عمر لرونکو کسانو په نوم شهرت لري، په دغې ولسوالۍ کې سلګونه عمرخوړلي کسان اوسيږي، چې عمرونه يې له سلو کالونو څخه پورته دي. خلک دغې ولسوالۍ ته ورځي، د کليوالو سيمو د دکانونو څنګ ته عمر خوړلي سپين ږيري او سپين سرې ناستې وي او پر ديوالونو يې عکسونه هم لګيدلي وي.

دغه ولسوالي ډېرې په زړه پورې منظرې لري، په ځانګړې توګه د غرونو په منځ کې غارې او سمڅې يې د انسان ډېره پاملرنه راجلبوي، د غره له يوې ډډې څخه بلې خوا ته د تونل په بڼه غارې ایستل شوي، اوبه پکې بهیږي او سيلانيان په کوچنيو کښتيو کې يوې بلې خوا ته پکې ګرځي راګرځي او همدې سيلانۍ د سيمې د خلکو ژوند غوړولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب