Home+آی پي اېل: ډیلي په سوپر اور کې بریا خپله کړه

آی پي اېل: ډیلي په سوپر اور کې بریا خپله کړه

تاند ( دوشنبه، د ثور ۶مه) د هند د سوداګریز لیګ یا ( آی پي ایل) ۲۰مه لوبه د سنرایزرز حیدراباد او ډیلي کاپیټلز ترمنځ ترسره شوه.

په دې لوبه کې ډيلي پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه.

ډیلي کاپیټلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې.

پریتوي شاو ۵۳، ریشب پانټ ۳۷، سټیو سمیت ۳۴ ناسوځېدلې او شیکر دهون ۲۸ منډې وکړې.

حیدرآبادلپاره سدهارت کول ۲ او راشد خان ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د راشد اړوند حیدر آباد لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې او لوبه یې مساوي  کړه.

کین ویلیمسن ۶۶ ناسوځېدلې او جوني بیریسټو ۳۸ منډې وکړې. او دغه راز بیا ډیلي لپاره اویش خان ۳ او اکشر پټیل ۲ لوبغاړي وسوځول.

په سوپر کې اور سنرایزر حیدراباد ۷ منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې هم په ډېرو ستونزو د اور په وروستي توپ هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...