تاند ( دوشنبه، د ثور ۶مه) په هندکې د کورونا ناروغي په بې ساري ډول په خپرېدو ده.
له همدې امله ګڼو اروپایي هېوادونو او امریکا له دغه هېواد سره د مرستې خبر ورکړی دی.
دغو هېوادونو په خپلو خپرو کړو پیغامونو کې ویلي، چې له هند سره به د کورونا وبا د کنټرول په برخه کې مرسته کوي او همدا راز دغه هېواد ته به د واکسین جوړونې مواد ولېږي څو د واکسینو تولید ډېر شي.
امریکا په ګڼو نورو برخو کې هم هند ته د مرستې ډاډ ورکړی دی.
په ورته وخت کې ګڼو اروپايي هېوادونو هم ویلي، چې هند په سختو شرایطو کې دی او جدي لاسنیوي ته اړتیا لري.
هند کې د کورونا نوې څپې سخت ناورین جوړ کړی دی او هره ورځ تر ۲ زره پورې کسان وژني.
بل لورته په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي له افغانانو وغوښتل،چې هند ته سفر ونه کړي.
دنوموړي په وینا دا مهال هند ته د سفر لپاره مناسب وخت نه دی او افغانان دې له ډېرې اړتیا پرته دې هیواد ته سفر نه کوي.
د وروستیو راپورونو له مخې، په هند کې تر تېرې (یک شنبې) پورې ۱۷ ملیونه ۳ لکه ۴۳۰۸ تنه په کورونا اخته پېژندل شوي او یوازې تېره ورځ ( یک شنبه) ۳ لکه ۵۲ زره ۵۳۹ تنه پرې اخته شوي وو.
په هند کې د افغانستان سفیر وايي، په تېرو څلورو ورځو کې په هندوستان کې تر یو ملیون زیات خلک په کورونا اخته شوي دي،چې له کبله یې دا هیواد له یوه ستر روغتیايي بحران سره مخامخ شوی دی.