جمعه, مې 3, 2024
Home+اته کسیزه الیکتریک الوتکه جوړه شوه

اته کسیزه الیکتریک الوتکه جوړه شوه

تاند- یوه امریکايي کمپنۍ وايي، یوه کوچنۍ الیکتریکي الوتکه یې جوړه کړې چې ۸ تنه سپرلۍ پکې سفر کولی شي.

بای ایروسپېس کمپنۍ وايي چې د دې الوتکې لومړنۍ نمونه یا ماډل یې جوړ کړی دی.

د دې کمپنۍ په وینا، د دې الوتکې د لیتیم بېټرۍ یو وار چارج د ۹۲۶ کیلومتره مزل لپاره کافي دی.

ایروسپېس کمپنۍ تر دې وړاندې دوه کسیزه الیکترونیک الوتکه جوړه کړې وه.

د دې کمپنۍ نوې اته کسیزه الیکترونیک الوتکه، چې تازه یې نندارې ته وړاندې کړې، اي فلایر ۸۰۰ نومېږي. په دې الوتکه کې د ۶ سپرلیو ترڅنګ دوه پېلوټان ځاییږي.

د هغې دوه الیکترونیک انجنونه، چې سفران کمپنۍ جوړ کړي، پر وزرونو نصب شوي دي.

دا الوتکه په هره دقیقه کې ۱۰۳۶ متره لوړېدای شي او تر ۱۰۶۶۸ مترو پورې لوړېدای شي. دا الوتکه یو ځانګړی پراشوت هم لري چې که بېټرۍ یې خرابېدې، د پراشوت په وسیله بیړنۍ ناسته وکړي.

د اي فلایر ۸۰۰ الوتکې د بیټرۍ د چارج له زیاتېدو سره د مرستې لپاره د الوتکې پر باډۍ د لمریزې انرژۍ پنل هم لګول شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب